په داسې حال کې چې په وروستیو کې افغانستان کې د ترسره شوؤ ترهګرو بریدونو وروستو افغان صدر اشرف غني ویلي دغه بریدګر په پاکستان کې ناست دي، د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ویلي په افغانستان کې امن غواړي ځکه چې د دواړو هېوادونو امن یو بل تړلی دی.
بل لور ته د پاکستان د پوځ پخواني سرلښکر جنرال (ر) راحیل شریف ادعا کړې چې افغانستان کې د ترهګرو پټې ځالې موجودې دي.
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف چې دا وخت د نړیوال اقتصادي فورم د ګډون په مهال د سویټزرلېنډ په ډیوس ښار کې دی، نوموړي د دغه هېواد صدر سره لیدلي او ویلي يې دي پاکستان اوس هم د افغانستان په مشرۍ د افغان سولې بهیر کې مرستو کولو ته تیار دی.
نوازشریف ویلي پاکستان په دې باور دی چې د هېواد امن یې د افغانستان د امن سره تړلی دی او نوموړي په دغه مهال پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو یادګېرنه هم کړې ده.
بل لور ته هم په ډېوس ښار کې جنرال (ر) راحیل شریف ویلي پاکستان د ضرب عملیاتو په ترڅ کې په ملک کې د ترهګرو پټې ځالې تباه کړي دي، او افغانستان سره لګېدلې پوله یې خپل لور ته خوندي کړې ده ولې په افغانستان کې اوس هم ترهګر پټ دي.
((افغانستان کې اوس هم د ترهګرو پټ ځایونه شته او نوموړی وايي د دواړو هېوادونو امن یو بل سره تړلی دی)).
د پاکستان د وزیراعظم د بهرنو امورو صلاح کار طارق فاطمي وايي پاکستان په سیمه کې د ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړیکې لرل غواړي ولې ځینې هېوادونه داسې نه غواړي.
((یو هېواد د خپلو ناکامو پټولو دپاره تورونه په پاکستان لګوي)).
د افغانستان په ګډون هند هم په پاکستان تورونه لګوي چې دغلته موجودې لاقانونه ګرځولې شوې ډلې د هند په ضد عملیات کوي.
دغه ډول تورونه ایران هم لګولې چې د ترهګرې ډلې جندالله روزنه هم په پاکستان کې شوې ده.
پاکستان د دغه ډول تورونو رد کوي.