لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسامه بن لادن وروستي اسناد جاري کړل شوي


ددغو اسنادو ترمخه دخپلې خاتمې پورې دالقاعده بنياد ايښودونکي اسامه بن لادن په امريکا ، لويديزو ايتلافيانو او په هاغو حکومتونو وار کولو ته پام ګرځولى و چې دامريکا استازيتوب يې کولو.
ددغو اسنادو ترمخه دخپلې خاتمې پورې دالقاعده بنياد ايښودونکي اسامه بن لادن په امريکا ، لويديزو ايتلافيانو او په هاغو حکومتونو وار کولو ته پام ګرځولى و چې دامريکا استازيتوب يې کولو.

امريکايي استخباراتي ادارو دجمعې په ورځ خواوشا پنځوس داسې ډي کلاسيفايډ اسناد جاري کړي کوم چې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دژوند دهاغو اړخونو په اړه دي کله چې هغه دپاکستان دخېبرپښتونخوا په ايبټ اباد سيمه کې په يو کور کې پټ و.

ددغو اسنادو ترمخه دخپلې خاتمې پورې دالقاعده بنياد ايښودونکي اسامه بن لادن په امريکا ، لويديزو ايتلافيانو او په هاغو حکومتونو وار کولو ته پام ګرځولى و چې دامريکا استازيتوب يې کولو.

په يو خط کې په ابو غريب او ګوانتانامو کې په دوو وروڼو دتشدد دحوالې ورکولو په ترڅ کې هغه ليکلي " له امريکا څخه په ټوله نړۍ کې خلکو دومره نفرت او کرکه کله هم نه کوله لکه اوس چې يې کوي"

دشيخ محمود په نوم يو خط، چې پرې نيټه نشته هغه ليکلې " هرچا ته خپل اختلافونه هيرول او دخپلو هلو ځلو پام دلويې دښمن خاتمې ته اړول پکار دي"

په دغو دستاويزاتو دکارکوونکي يو څيړونکي ترمخه مخې ته راغلي دا اسناد دنړيوال سياست دبې ثبتۍ سره دمخ کولو په اړه دبن لان تګلاره په ډاګه کوي

ددغو دستاويزاتو ترمخه بن لادن "عرب سپرلى" يو موقتي پړاو" ګرځولى او "عرب نړۍ کې يې دانقلاب په اړه د خپلې نظريې" دپه ډاګه کولو داړتيا په اړه ليکلي

په دغه مهال هغه دايران په اړه دبې باورۍ ښکار پاتې شوى او هغه دخپلې کورنۍ دايران لخوا دکيدونکې ميلمستوب په اړه ايران يو ظالمانه زندانه ګرځولى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG