لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي پېک په سر دې ټول ګونديزه غونډه راوبلل شي، اسفندیار ولې خان


اسفندیار ولي خان وویل د باچاخان خدای خدمتګار تحریک او د هغه د عدم تشدد فلسفه او د عبدالولي خان سیاسي مبارزه د پښتنو دپاره نمونه او مثال دی.
اسفندیار ولي خان وویل د باچاخان خدای خدمتګار تحریک او د هغه د عدم تشدد فلسفه او د عبدالولي خان سیاسي مبارزه د پښتنو دپاره نمونه او مثال دی.

د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیارولي خان د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې چې د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) او پوځي عدالتونو په سر دې ټول ګوندیزه غونډه راوبلل شي، او نوموړي د قبایلي سیمو (فاټا) په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو غوښتنه کړې ده.

په چارسده ضلع کې د خداي خدمتګار تحریک مشر باچا خان د ۲۹م او د هغه زوي عبدالولي خان د ۱۱م تلین په مناسبت راجوړې غونډې ته په وینا کې اسفندیار ولې خان د سي پېک، پوځي عدالتونو او قبایلي سیمو په اړوند تفصیلي خبرې کړي دي.

اسفندیار ولي خان وویل د باچاخان خدای خدمتګار تحریک او د هغه د عدم تشدد فلسفه او د عبدالولي خان سیاسي مبارزه د پښتنو دپاره نمونه او مثال دی.

نوموړي وویل ((باچاخان د پښتنو دپاره د زده کړو مرکزونه خلاص کړل او اول يې پکې خپل بچي داخل کړه، دويم دا چې هغه د شتمنې کورنۍ سره تعلق لرو د یوخان زوی ؤ خو د پښتنو په کوڅو کې به یې جارو ووهله او پښتنو ته يې د دغه لارې د صفايۍ تعلیم ورکولو)).

د عوامي نیشنل ګوند مشر وویل مرکزي حکومت دې د سي پېک او پوځي عدالتونوپه سر د ځینو شکونو لرې کولو دپاره ټول ګوندیز کانفرس راوبلي اود دې ترڅنګ دې د ترهګرۍ په ضد جوړې قامي تګ لارې ( نيشنل اېکشن پلان) لاندې د ترهګرۍ په ضد چې کوم عملیات شوي په هغې دې ټول ګوندونه په اعتماد کې واخیستل شي.

هغه وویل د سي پېک د روانې پروژې مخالف نه دي خو په دغه غټه پروژه کې د پښتنو حقونه غواړي.

اسفندیار ولي خان وویل قبایلي سیمه فاټا دې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل کړی شي او په صوبايي کابینه کې دې قبايلي غړو ته خصوصي برخه ورکړی شي، هغه زیاته په داسې کولو سره به د مودو نه شاته پاتې کړی شوي د قبایلي اولس محرومۍ ختمې شي.

نوموړي دا هم وویل چې په قبایلي علاقوکې دې سمه سرشمېرنه وشي ځکه چې حکومتي شمېرې تل کمې ښودل کيږي، او زیاته يې کړه چې کله د شمالي وزیرستان نه یو قبیله رابهر شوه نو شمېره یې په لاکونو کې وه.

نوموړي د خالي په ورځ پاړاچنار کې د شوې چاؤدنې په ترڅ کې په حکومتي چارواکو نیوکې وکړې چې نه خو د دغه پېښې د اغېزمنو چا تپوس وکړو او نه یې څوک پوښتنې له ورغلل.

هغه دا هم وویل چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د امن دپاره د دوي ګوند قربانۍ ورکړي دي.

دستورې ته د عوامي نیشنل ګوند مشرانو د باچاخان د خدای خدمتګار تحریک او عبدالولي خان په سیاسي مبارزه تفصیلي ویناوې وکړې او د هغوي ژوند او مبارزې ته يې د عقیدت پیرزونې وړاندې کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG