لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وایس اف امریکا ۷۵م کالیزه


دغه خپرونه په نیویارک ښارکې د وړې شان سټوډیو نه په جرمني کې خپره کړی شوې وه.
دغه خپرونه په نیویارک ښارکې د وړې شان سټوډیو نه په جرمني کې خپره کړی شوې وه.

په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا په رسمي ډول د ګډون نه څو اوونۍ وروستو وایس اف امریکا د کال ۱۹۴۲م د فرورۍ د میاشتې په لمړۍ نېټه نېغ په نېغه ۱۵ منټه (دقیقې) خپرونه چلولې وه.

دغه خپرونه په نیویارک ښارکې د وړې شان سټوډیو نه په جرمني کې خپره کړی شوې وه.

د خپرونې پېل د امریکا د جګړې د ملي نغمې نه شوی، او له هغې وروستو ولیم هارلن هېل اعلان کړی او ویلي يې "مونږ تاسو ته د وایس اف امریکا نه خپرونه وړاندې کوو، نن او د نن نه وروستو به مونږ تاسو ته د امریکا د جګړې په اړه خبرونه درکوو، دا خبرونه زمونږ دپاره ښه هم کېدی شي او بد هم کېدی شي ولې مونږ به تاسو ته رښتیا وایو".

دا ۷۵ اویا کاله وړاندې د وایس اف امریکا لمړي خبرونه وو د کوم مرکزي دفتر چې اوس په واشنګټن کې دی.

د جګړې ختمېدو پورې د وایس اف امریکا خپرونې تر ۴۰ ژبو غځېدلې چې پکې د موسیقۍ، خبرونو او څیړنو پروګرامونه شامل وو.

له هغې وروستو وایس اف امریکا ملټي میډیا (د ګڼو میډيمونو) نړیوال سروس جوړ شوی کوم چې دا وخت د ریډیو، ټيلي ویژن او موبایل د لارې په ۴۷ ژبو کې خبرونه او نور پروګرامونه وړاندې کوي.

په کال ۱۹۷۶م کې د وایس اف امریکا منشور جوړ شوی کوم قانون چې دا غوښتنه کوي چې وي او اې به "په دوامدار ډول د خبرونو د باوري سرچينې په توګه خدمت ترسره کوي"، د دې ترڅنګ زیاته کړی شوې چې د وي او اې خبرونه به "کره، مقصدي او جامع وي".

د وایس اف امریکا ډائریکټرې امېنډا بېنټ ویلي "د دې خبرې ۷۵ کاله وشو چې کله مونږ په ګرده نړۍ کې مقصدي خبرونه او معلومات خپرول پېل کړي وو".

هغې ویلي "زما په خیال چې اوس مونږ څه کوو دا د پخوا په پرتله ډېر مهم کار دي".

د تېرو څو کالو راهسې د وي او اې خبریالان د نړۍ د زیاتو برخو نه خبرونه ورکوي.

وي او اې دا وخت په ګرده نړۍ کې د نورو ۲۵۰۰ ټیلي ويژن چېنلو او ریډیو سره په ګډه نشریات خپروي.

په کال ۲۰۱۶م کې په ګرده نړۍ کې د وي او اې د ټولو څانګو د اورېدونکو شمېره د ۲۳۶ ملینو نه سېوا وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG