لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د فلسطين دپخوانی وزیراعظم دملل متحد د استازي جوړیدو مخه نیولې


څلورشپېته کلن فياد د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۳ پورې د فلسطين وزيراعظم او د خزانې وزير پاتې شوی
څلورشپېته کلن فياد د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۳ پورې د فلسطين وزيراعظم او د خزانې وزير پاتې شوی

امريکا په ملګرو ملتونو کې د ليبيا دپاره سياسي مشن د مشر په توګه د فلسطين د پخواني وزيراعظم ټاکنه ودرولې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انټونيو ګټرز د زيارت په ورځ سلامتي کونسل ته د يو خط د لارې ويلي چې هغوي پلان لري چې سلام فياد د دغه څوکۍ دپاره وټاکي، څلورشپېته کلن فياد د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۳ پورې د فلسطين وزيراعظم او د خزانې وزير پاتې شوی وو.
بل اړخ ته په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نکي هېلی د جمعې په ورځ په يو بيان کې ويلي چې امريکا په دغه ټاکنه خفه ده.
((د ډېرې مودې راهسې ملګري ملتونه د فلسطين په اړه او زمونږ د اتحادي اسرائيل د کمزوري کولو لړ کې د جانبدارۍ نه کار اخلي))
په دغه بيان کې زياته کړی شوې چې امريکا به نه يواځې د خپل اتحادي اسرائيل سره د خبرو بلکې د عمل مرستې هم کوي.
امريکا د ملګرو ملتونو په هغه اقليتي غړو کې شامله ده چې فلسطين د يو ازاد رياست په توګه نه مني او فلسطين په دې نړيوال تنظيم کې يواځې د مبصر په حېث ځای لري.
تېر کال د دسمبر په مياشت کې د اوبامه انتظاميې په اخري ورځو کې د اسرائيلي ودانيو دمخنیوي په ضد د ملګرو ملتونو قرارداد کې هم برخه نه وه اخستې.
اسرائيلي وزيراعظم بنجامن نيتن ياهو د امريکا دا ګام او دغه قرارداد دواړه شرمناک ګرځولي وو او ويلي وو چې حکومت به يې دا هر څه په پام کې نه نيسي
په ملګرو ملتونو کې د اسرائيل استازي ډېني ډېنن د جمعې په ورځ يو بيان کې د ټرمپ انتظاميې مرستې ستايلي دي.
((دا په ملګرو ملتونو کې د يو نوي دور اغاز دی چرته چې امريکا د اسرائيل په شا د يهودي رياست په ضد د کېدونکي هر ګام دپاره ولاړ دی)).
د جمعې په ورځ يو اسرائيلي ورځپاڼې سره په مرکه کې د ټرمپ اسرائيل سره مرستو باندې هم پوښتنې راپورته شوي دي.
اسرائيل هايوم نومې ورځپاڼې سره په مرکه کې ټرمپ ويلي وو چې د اسرائيل له خوا ودانۍ جوړول امن مذاکراتو ته زيان رسوي.
((دغه ودانۍ امن مذاکراتو ته ګټه نه رسوي، هلته ډېره ځمکه پرته ده، هر ځل چې ځمکه اخستل کېږي نو څه به پکې پاتې نه شي))
خو بل اړخ ته د خپل صدراتي کمپائن په وخت ټرمپ برطانوي ورځپاڼې ډېلي مېل ته ويلي وو چې اسرائيل بايد دغه ودانۍ جوړول روانې وساتي.
د اسرائيل وزيراعظم نېتن ياهو د چارشنبې په ورځ د امريکا دوري کوي او هلته به په ملګرو ملتونو کې د مينځني ختيز په اړه کېدونکې غونډه کې هم ګډون کوي.
ملګرو ملتونو په دې اړه لا هم کوم بيان نه دی جاري کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG