افتخار حسېن/ایاز گل
افغان چارواکي وايي د امريکه هوايي پوځ په مرسته ېې په ننگرهار ایالت کې د داعش تندروه ډلې په ضد تازه عملیات پېل کړي دي.
جلال اباد کې یو ځايي چارواکي شيرين اقا د اتوار په ورځ خبریالانو ته ويلي دي امنيتي عسکرو ته ېې امر کړی دی چې د ننگرهار نورو اولسوالیو ته دغه پوځي عملیات غزولو وړاندې دې کوټ او هسکه اولسوالئ د داعش تندروه ډلې وسله والو څخه پاکې کړي.
په افغانستان کې د امريکايي عسکرو ویاند بریگیډیئر جنرل چارلس کلیو لینډ وایس اف امريکه اسلام اباد مرکز ته ليکلي شوي یو بیان کې ويلي دي چې امريکايي هوايي پوځونه د افغان عسکرو سره مرستې کوي.
ننگرهار پاکستان ته سېلمه پرته سيمه ده . عراق او شام کې فعاله تندوره ډله داعش په افغانستان کې ملگرې تندروه ډله اسلامیک سټېټ خراسان پراوینس په نوم د کال 2015 راهسې فعاله ده او دغلته د ځان مظبوطولو هسې کوي.
افغانستان کې د امريکايي عسکرو مشر جنرل نيکولسن د فرورۍ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې کانگریس ته په یوه مهم سپيناوي کې ويلي وو افغانستان کې د داعش ډلې اکثره وسله والو تعلق د پاکستان د اورکزۍ ايجنسۍ سره دی او ځيني پکې د ازبکستان اسلامک موومېنټ وسله وال دي.
ددغه اورونې په وخت جنرل نيکولسن د یوې پښتنې په ځواب کې اوویل حقاڼي ډلې او افغان طالبانو ته په خپله خاوره پټ ځایونو ورکولو د پاکستان تگلارې امريکایان ډیر مایوسه کړي دي . هغه اوویل د پاکستان سره اړيکو ته په دغه تناظر کې بیا کتنه پکار ده.
د جورج ټاون یونیورسټۍ د پاکستان د چارو څارنه کونکې یوې وتلې څیړنکارې کرسټين فیر ډیوه ته ويلي دي وخت راغلی دی امريکه نور په پاکستان هيڅ باور ونه کړي او د امريکه نوې انتظامیه دې پاکستان په اړه خپله تگ لاره مکمله بدله کړي.
د هیريټېج فاونډیشن څیړنکارې ليزا کرټس ډیوه ته ويلي دي د ترهگرو ډلو سره د پاکستان رياستي مرستو تر ټولو زیات زیان هم پاکستان ته په خپله رسېدلې دی او پکار ده چې دغه تگ لاره اوس بدله کړي . دې تمه وکړه چې د جنرل نيکولسن کانگرس ته مهمې وینا وروستو به په واشنگټن کې د پاکستان تگ لاره کې بدلون ته پام وکړې شي.
پاکستاني چارواکي وايي د امريکه سره د ترهگرۍ په ضد ېې ډېر کمک کړی دی او په دې جگړه کې ېې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.