لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:د داعش په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو په ضد ریښتونې مبارزه پکار ده


غني پخپل بیان کې ویلي افغانستان تل د سولې او ثبات د تامین او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپل صداقت ښودلی
غني پخپل بیان کې ویلي افغانستان تل د سولې او ثبات د تامین او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپل صداقت ښودلی

دپاکستان لخوا پخپل هیواد کې د ترسره شوؤ وروستیو ترهګریزو بریدونو د پړې په افغانستان د وراچولو وروستو

د افغانستان اولسمشر اشرف غني ویلي افغانستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ډیرې قربانۍ ورکړي خو اوس نور هیوادونه هم باید په دغه جګړه کې خپل صداقت وښایي.

افغان صدر دخپلسره وسله والې ډلې دولت اسلامیه یا داعش په ګډون د ټولو تروریستي ډلو په ضد په چټک مبازره ټینګار کړی اؤ وایي ترهګري د ټولو هیوادونو ګډ دښمن دی.

د جمعې په ورځ د افغانستان د صدارتي ماڼۍ له لوري د صدر اشرف غني په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي داعش تل په افغانستان اؤ ټولو سیمو کې خلک په نخښنه کړي اؤ ددغه خونړۍ ډلې مخنیوي دپاره سیمه ایره اؤ نړیواله همکاري اؤ مبارزه ضروري ده،

افغان اولسمشر پخپل بیان کې دپاکستان په سندهـ ایالت کې د شهباز قلندر په مزار د شوي ترهګریز برید کلکه غندنه کړې اؤ ویلي یې دي صوفیان تل د سولې اؤ ورورولۍ پیغام خوروونکي پاتي شوي دي.

د افغان اولسمشر په وینا "تروریستانو یو ځل بیا ثابته کړه چې په اسلامي اؤ انساني ارزښتونو باور نه لري اؤ دغسې عملونه یې په هیڅ دین اؤ قانون پسې سمون نه خوري"

هغه وایي باوري دي چې تروریزم سره په مبارزه کې صداقت اؤ قوي اراده کولی شي په ټولو هیوادونو کې د بشر ضد جنایتونو مخه ونیسي

په پاکستان کې دتیرو پینځوؤ ورځو په مهال لږترلږه ۸ بمي چاودنې اؤ ځان مرګي بریدونه شوي چې تر ۱۰۰ؤ زیاتو کسانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی اؤ په شلګونو نور ژوبل شوي دي.

ددغو ترهګریزو بریدونو نه وروستو پاکستاني چارواکو تور لګولی چې ددې بریدونو پلانونه په افغانستان کې جوړ شوي دي .

تیره ورځ د پاکستان پوځ افغانستان سفارتکاران خپل پوځي مرکز ته وربللي وؤ اؤ هغوئ ته یې د افغانستان کې د موجودو ۷۶ ترهګرو یو فهرست سپارلی ؤ.

د پاکستان دپوځ ویاند ویلي افغانستان څخه یې غوښتي چې ددغو ترهګرو په ضد دې یا خو پخپله ګامونه واخلي اؤ یا دې دوئ بیا پاکستان ته وسپارل شي

خو د افغانستان صدر اشرف غني پخپل بیان کې ویلي افغانستان تل د سولې او ثبات د تامین او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپل صداقت ښودلی.

هغه وایي افغانستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي او هیله لري چې نور هېوادونه هم دتروریزم ضد مبارزه کې خپل صداقت په عمل کې وښایي.

په پاکستان تل د افغان چارواکو اؤ نړیوالې ټولنې لخوا داسې تورونه لګول کیږي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې خپلو وعدو ته ژمن نه دی اؤ د پردې ترشا ترهګرو سره مرستې کوي .

خو پاکستان دغسې ټول تورونه ردوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG