لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار منلې چې پاکستان کې ترهګري ختمه نه ده


دپاکستان د کورنو چارو وزیر چوهدري نثار منلې چې په پاکستان کې ترهګري ختمه شوې نه ده خو په ترهګرو پيښو کې کمی راغلی.

د خالي په ورځ اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا کولو په مهال ښاغلي نثار وویل مخکې به پاکستان کې روزانه شپږ -اووه چاودنې کیدلې اؤ اوس چرته په میاشتو یوه نیمه پیښه رامینځته شي.

دکورنو چارو وزیر په پاکستان کې د ترهګرۍ پيښو کې د کمي دغه دعوه په داسې حال کې کړې چې په تیرو دولسو ورځو کې د ګرد پاکستان دننه ترسره شوؤ نهو بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې تر۱۰۰ؤ زیاتو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړی اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي دي.

د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي ویاند سنیټر زاهد خان وایي تر څو چې حکومت نیشنل ایکشن پلان ټکی په ټکی نه وي عملي کړي ترهغې د ترهګرۍ د مخنیوي دعوې به هسې ټوقې وي.

خو د کورنو چارو وزیر بیا وایي"نیشنل ایکشن پلان څه د اسمان څخه نه دی راکوز شوی، دشلو نکتو په دغه تګلاره کې ۱۰نکتې د صوبايي حکومتونو په ذمه دي اؤ په ۱۰ؤ نورو کې هم یوازې څلور د کورنو چارو په وزارت پسې اړه لري"

د شلو نکتو دغه نیشنل ایکشن پلان کې دا خبره هم شامل ده چې په پاکستان کې به د ترهګرو د مرستیالو په ضد هم ګامونه اخستل کیږي اؤ په دیني مدرسو کې به د کرکې ډک سبقونه نه ښودل کیږي

د ترهګرۍ په ضد جوړه دغه ملي تګلارهکې راغلي چې پاکستان کې به ناچله ګرځول شوي تنظیمونه په نورو نومونو فعالیتونه نه شي کولی.

خو د پاکستان سیاسي ګوندونه اؤ څیړونکي وایي چې تر دې مهاله خو نه د پاکستان د دیني مدرسو سبقونو ته حکومت پام ګرځولی، نه دغو مدرسو سره د بهر نه کیدونکو مرستو ته اؤ نه هم په نورو نومونو د ناچله ګرځول شوؤ تندروه تنظیمونو د فعالیتونو مخه نیول شوې ده.

ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي زاهد خان ویلي خان ویلي د ترهګرۍ مقابله د ذمه واریو نه د مخ اړولو دلارې نه کیږي بلکې په عمل کې به ښودل وي چې حکومت ترهګري له مینځه وړل غواړي که نا؟

د روانې میاشتې په ۱۶مه نیټه د سندهـ ایالت په سیهون ښار کې د لعل شهباز قلندر په مزار ترسره شوي ځانمرګي برید کې د ۸۰ؤ کسانو د وژنې په اړه چې کله د کورنو چارو د وزیر نه پوښتنه وشوه نو وې ویل"هلته امنیت نیول هم د صوبايي حکومت مسولیت ؤ، په دغه رقم چاودنو مانه د استعفي غوښتنې کول بې جوازه دي."

هغه دعوه وکړه چې د ترهګرۍ په ضد د حکومت هڅې سودمنې ثابت شوي دي اؤ په تیرو لسو کالو کې په لمړي ځل د ۱۰۰۰ؤ څخه کمې چاودنې شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG