لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه امريکايي ليکوال نه يُو خبر، افغان طالبان


طالبانو د سه شنبې په ورځ ويلي د هغه په اړه نه دي خبر چې څه ورسره شوي دي.
طالبانو د سه شنبې په ورځ ويلي د هغه په اړه نه دي خبر چې څه ورسره شوي دي.

افغان طالبانو د نهې/سه شنبې په ورځ دغه خبره رد کړې چې امریکايي ليکوال دوي سره يرغمال دی څوک چې دوه کاله وړاندې د افغانستان او پاکستان په پوله پرته سیمه کې د تحقیق په کار بوخت ؤ او بې درکه شوی ؤ.

د طالبانو د ترديد وروستو د ليکوال په اړه نوې پوښتنې راولاړې شوي دي.

د بې درکه ليکوال مېرمن جين لارنس تېره اوونۍ د ریډیو لبرټي سره خبرې کړې او د هغې د خواست په ځواب کې طالبانو په يو بيان کې ويلي (زمونږ مجاهدين په وزيرستان کې فعاليت نه لري ځکه د امريکايي تن په نيولو کې دوي لاس نه لري).

د ۷۴کلن پال اوربائي خپلې مېرمن سره د کال ۲۰۱۴م د مئي په ۱۷م نېټه خبرې شوې چې کله هغه د افغانستان خوست سیمې ته روانېدو، لارسن تېره مياشت پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې د هغه د خوشي کولو غوښتنه کړې، او له هغې وروستو په لمړي ځل معلومه شوې چې کورنۍ يې ګڼي هغه يرغمال شوی دی.

اوبائي چې د (مقدسه وينې، دافغان جګړې منځني حال) په نوم کتاب ليکلی، ويل کیږي چې هغه د طالبانو د اتحادي حقاني شبکې مشر سراج الدين مرکې له د افغانستان د خوست صوبې نه د پاکستان قبايلي سیمې شمالي وزيرستان ته تلی ؤ.

لارسن ويلي مېړه یې حقاني شبکې يرغمال کړی کومه چې امريکې نړيواله ترهګره ډله ګرځولې ده، د طالبانو بيان کې ويل شوي چې حقاني ډله د طالبانو د تنظيم برخه وه.

هغې ريډيو لبرټي ته ويلي پال د افغان جګړې په حواله نوی کتاب ليکلو، هغه د کال ۲۰۱۴م په مارچ کې افغانستان او پاکستان ته تلی او وزيرستان ته د تلو وړاندې يې په کابل کې يوه میاشت تېره کړې وه.

د لارسن ترمخه خاوند يې د هغې لږ وروستو وزيرستان ته تلی چې کله د پاکستان پوځ په سيمه کې د وسله والو په ضد عمليات پېل کړي او هغه ونيول شو.

طالبانو د سه شنبې په ورځ ويلي د هغه په اړه نه دي خبر چې څه ورسره شوي دي.

بيان کې ويل شوي (مونږ وړاندې د هغه کورنۍ خبر کړې چې د کورنۍ کوم غړی يې ورله نه دی نيولی، او يو ځل بيا په ډاګه اعلان کوو امریکايي پال د دوي د مجاهدينو سره دی او نه دوي نيولی دی، دوي نه دي خبر چې هغه چرته دی).

حقاني شبکې د غربي هېوادونو يو شمېر کسان نيولي چې پکې دوه د امريکايي پوهنتون د فيکلټۍ غړي هم شامل دي څوک چې تېر کال د کابل نه تښتول شوي وو.

طالبانو په وروستيو کې د حقاني شبکې د امريکايي وګړې کيتلان کولمن او د هغې د کېنېډا خاوند جوشو بائل يوه ویډيو خپره کړې څوک چې په کال ۲۰۱۲م کې اغوا شوي چې کله هغوي واپس تله، په ويډيو کې ښکار کړی شوي چې په بند کې د هغوي دوه زامن پېدا شوي دي.

لارسن تېره اوونۍ د سراج الدين مور ته خواست کړی چې د خاوند په واپسۍ کې يې مرسته وکړي او هيله يې څرګند کړې چې د ترهګر مور به رحم وکړي او خپل زوي ته به اووايي چې پال خوشی کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG