لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي: ډرون برید کې دوه کسان وژل شوي


د پاکستان په قبايلي سیمو کې وروستی ډرون بريد تېر کال د فرورۍ په مياشت کې هم په کرمه ايجنسۍ کې شوی ؤ،
د پاکستان په قبايلي سیمو کې وروستی ډرون بريد تېر کال د فرورۍ په مياشت کې هم په کرمه ايجنسۍ کې شوی ؤ،

د پاکستان په قبايلي سیمه کرمه ايجنسۍ کې د افغانستان پولې ته څېرمه بې پائيلټه امريکايي ډرون برید کې دوه کسان وژل شوي دي.

د قبايلي سیمي کرمې ايجنسۍ چارواکو د ډیوه ريډیو خبريال عدنان بېټني سره په خبرو کې د ډرون بريد پخلی کړی دی چې دغه بريد نن د کوزې کرمي په سړه خوا سیمه کې ترسره شوی او په يو موټر سائيکل سواره دوه کسان پکې په هدف شوي دي.

چارواکو ويلي وژل شوي کسان وسله وال دي خو د پېژندګلو په اړه څه نه دي ويلي چې نامې يې څه دي او کومې وسله والې ډلې سره تړاؤ لري.

سړه خوا د افغانستان خوست صوبې سره په لګېدلې پوله پرته علاقه ده.

د پاکستان سرکاري رسنيو هم راپور ورکړی چې دوه کسان په موټر سائيکل سواره ؤ او نن د ماسپښين نه وروستو په ډرون کې په هدف شوي دي، او په دغه اړوند نور تحقيقات کولی شي.

د پاکستان په قبايلي سیمو کې وروستی ډرون بريد تېر کال د فرورۍ په مياشت کې هم په کرمه ايجنسۍ کې شوی ؤ، چې پکې څلور کسان وژل شوي او د دوي د حقاني شبکې سره ښودل شوی ؤ.

له هغې وروستو د مئي په مياشت کې د پاکستان بلوچستان صوبه کې د افغان طالبانو مشر ملااختر منصور په بې پائيلټه ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

نزدې يوه مياشت وړاندې د پاکستان پولې ته څېرمه افغانستان لوري ته يوه ډرون حمله کې د يو افغان طالب کمانډر په ګډون لږترلږه د څلورو وسله والو د وژنې خبر مخې ته راغلی ؤ.

(دې لانګ وار ژورنال) ترمخه امريکا په پاکستان کې د کال ۲۰۰۸م نه د تېر کال جولائۍ د میاشتې ورې ۳۹۲ ډرون بريدونه کړي دي .

په پاکستان کې زياتره امريکايي بې پائيلټه ډرون بريدونه په قبايلي سيمو کې ترسره شوي دي .

په دغو بريدونو کې د القاعده او پاکستاني طالبانو مشران بيت الله محسود او حکيم الله محسود په ګډون د دغه ډلې نور مهم کمانډران وژل شوي دي .

پاکستان په خپله خاوره د امريکايي ډرون بريدونو په ضد احتجاج کوي او د خپل واکۍ په ضد يې ګڼي . ولې امريکا د ډرون بريدونو دفاع کوي او د وسله والو په ضد يې موثره وسله ګرځوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG