لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر او شبقدرکې بريدونه، اته وسله وال او درې عسکر وژل شوي


د مېچنۍ او خواوشا سيمو کې د لټون عمليات روان دي او نزدي د مليشې او نورو عسکري مرکزونو سيکيورټي سخته کړی شوې ده.
د مېچنۍ او خواوشا سيمو کې د لټون عمليات روان دي او نزدي د مليشې او نورو عسکري مرکزونو سيکيورټي سخته کړی شوې ده.

د پاکستاني چارواکو په وينا نن د جمعې په سحر قبايلي سيمه خېبرايجنسۍ کې په پوستو او چارسدې ضلعې په شبقدر سيمه کې د ملېشې ځواک په تربیتي مرکز وسله والو بريدونو کې اته بريد کوونکي وسله وال او درې عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د سرکاري رسنيو ترمخه په خېبرايجنسۍ کې د افغانستان سره د پولې د پورې غاړې نه وسله والو د ملېشې ځواک په پوسته بريدکړی، او ځوابي ډزو کې شپږ بريد کوونکي وژل شوي او په نښته کې د ملېشې دوه سرتيري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

بله پېښه نن د چارسدې په شبقدر سیمه کې رامنځته شوې او د ملېشې په تربيتي مرکز د دوه ځانمرګو په برید کې يو عسکر وژل شوی او ځوابي ډزو کې بريد کوونکي هم وژل شوي دي.

د دواړو تازه رامنځته شوو پېښو زمه واري د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې منلې او ويلي يې دي دا يي د غازي په نوم عملياتو برخه ده.

د پوځي سرچينو ترمخه نن سحر وختي د خېبر ايجنسۍ د لنډي کوتل لويې شلمان په سپينا څوکه کې وسله والو د اېف سي په پوسته بريد وکړو او په ځوابي ډزو کې شپږ وسله وال ووژل شو.

بل لور ته د چارسدې ضلعې د شبقدرعلاقې، مومندایجنسۍ او پېښور په پوله پرتې مېچنۍ سيمه کې د فرنټيئر کانسټبلري تربيتې مرکز باندې وسله والو بريد کړی دی.

چارواکي وايي دوه ځانمرګو بريد کوونکو تربيتي مرکز ته د ننوتو هڅه کوله، ولې د سرتېرو په ځوابي ډزو کې وسله والو ځان ته چاودنه ورکړه، چې پکې يو عسکر وژل شو او يو څو نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي د پېښې وروستو د مېچنۍ او خواوشا سيمو کې د لټون عمليات روان دي او نزدي د مليشې او نورو عسکري مرکزونو سيکيورټي سخته کړی شوې ده.

په چارسده ضلع کې تېره میاشت په کچهرو باندې درې ځانمرګي بريد کوونکي هم ورغلي او د پوليس په ځوابي ډزو کې وژل شوي وو.

د افغانستان سره په پوله قبايلي سیمه خېبرايجنسۍ کې د ملېشې په پوسته بريد او د چارسدې او مومندو ترمنځ مېچنۍ کې د ملېشې ځواک په تربيتي مرکز تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې د تېرې مياشتې د ۱۶م نېټې راهسې پاکستان افغانستان سره ټولې لارې تړلي دي.

او د فرورۍ په ۲۲م نېټه په ملک کې د ردالفساد په نوم د وسله والو، شرخوښو په ضد عمليات پېل کړی شوي دي.

افغانستان سره په پوله د لارو تړلو او د ردالفساد عملياتو پرېکړه تېره مياشت په لاهور کې د ځانمرګي بريد او بيا د سندهـ صوبې په سېهون سيمه کې د لال شهباز قلندر په مزار ځانمرګی برید وروستو شوي دي د لعل شهباز په بريد کې د ۹۰ نه زيات کسان پکې وژل شوي او داعش ډلې يې زمه واري منلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG