لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 هلمند: امنيتي ځواکونو باندې ځانمرګی برید شوی


چارواکو په برید کې د مرګ ژوبلې پخلی کړی خو کره شمېره یې نه ده ويلي.
چارواکو په برید کې د مرګ ژوبلې پخلی کړی خو کره شمېره یې نه ده ويلي.

د افغانستان جنوبي صوبې هلمند په مرکز لښکرګاه کې يوه امنيتي پوځي پوسته باندې ځانمرګي بريد کې لږترلږه ۱۰ افغان سرتيري وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د پوليس مشر څارمن محمداسماعيل په بريد کې د ۸ سرتېرو د وژل کېدو او ۱۴ نور ژوبلېدو پخلی کړی دی.

د راپورونو ترمخه دغه بريد تېره شپه د لښکرګاه او کندهار ترمنځ په غټه لاره د ملي امنيت سرتېرو د خصوصي ځواک په يوه پوسته شوی دی.

د هلمند يو چارواکي وایس اف امریکا ته ويلي چې ځانمرګي د چاؤدېدونکو بارودي موادو ډک موټر د لارې دغه برید کړی دی.

چارواکو په برید کې د مرګ ژوبلې پخلی کړی خو کره شمېره یې نه ده ويلي.

راپورونه وايي په دغه برید کې د ملي امنيت هغه ځواک په هدف شوی کوم چې په خصوصي توګه د طالب وسله والو په ضد عملیاتو کې برخه اخلي.

ځينې راپورونه وايي په برید کې هغه ډاټسن ګاډی کارول شوی کوم چې دغه ځواک کاروي.

د برید زمه واري لا چا نه ده منلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG