لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبايلي سیمو کې نښته او چاؤدنه کې پينځه وسله وال، ۳سرتيري وژل شوي


د ائي اېس پي ار ترمخه د ملېشې ځواک نن سحر د اورکزۍ ايجنسۍ د کلايا علاقې په ميرک کلې کې عمليات کول او په دغه مهال يې وسله والو سره نښته شوې ده.
د ائي اېس پي ار ترمخه د ملېشې ځواک نن سحر د اورکزۍ ايجنسۍ د کلايا علاقې په ميرک کلې کې عمليات کول او په دغه مهال يې وسله والو سره نښته شوې ده.

د پاکستان په قبايلي سیمو اورکزۍ ايجنسۍ او جنوبي وزيرستان کې د امنيتي سرتېرو او وسله ترمنځ نښته او يوه چاؤدنه کې پينځه وسله وال او درې سرتيري وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا نن شورو/چهارشنبې په ورځ جاري شوي بیان ترمخه اورکزۍ ایجنسۍ کې د وسله والو سره نښته کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ياد غړي وژل شوي، او په دغه مهال د ملېشې يو مېجر مدثر او سپاهي مطيع الله هم په مقابله کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

راپورونه وايي په عملياتو کې د ټي ټي پي ياد کمانډر شاه دوران وژل شوی دی.

د ائي اېس پي ار ترمخه د ملېشې ځواک نن سحر د اورکزۍ ايجنسۍ د کلايا علاقې په ميرک کلې کې عمليات کول او په دغه مهال يې وسله والو سره نښته شوې ده.

د پوځي بيان ترمخه دغه عملیات په ملک کې د روان ردالفساد عملياتو برخه وو.

د چارواکو په وينا د نښتې نه وروستو په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي او څو مشکوک کسان هم نيول شوي دي.

پاکستان کې د ردالفساد په نوم عملیات د فرورۍ د مياشتې په ۲۲م نېټه پېل کړی شوي دي، او چارواکي وايي د دغو عملياتو هدف ټول ملک د ترهګرۍ او ترهګرو څخه پاکول دي.

بله پېښه نن د جنوبي وزيرستان په انګور اډه سيمه کې رامنځته شوې او د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې يو سرتېری مړ او درې نور ژوبل شوي دي.

د پوليټيکل چارواکو په وينا دغه پېښه د افغانستان پولې ته نزدې د زيوبه په علاقه کې رامنځته شوې او د امنيتي ځواکونو په ګاډي باندې د سړک غاړې ښخ بم چاؤدل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG