لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: طالبانو د سنګين ولسوالي نيولې، د دفاع وزارت رد


سنګين ولسوالي په تېر وخت کې هم د جګړو سره مخ پاتې شوې او طالبانو دغلته د تېر يو کال راهسې خپل فعاليتونه بيرته سېوا کړي دي.
سنګين ولسوالي په تېر وخت کې هم د جګړو سره مخ پاتې شوې او طالبانو دغلته د تېر يو کال راهسې خپل فعاليتونه بيرته سېوا کړي دي.

طالب وسله والو نن د زيارت په ورځ د افغانستان جنوبي صوبې هلمند سنګين ولسوالي (ضلع) نيولې او چارواکي وايي يوه بله پېښه کې يو سرتيري په خوب ويده خپل نهه پوليس ملګري وژلي دي.

سنګين ولسوالي په تېر وخت کې هم د جګړو سره مخ پاتې شوې او طالبانو دغلته د تېر يو کال راهسې خپل فعاليتونه بيرته سېوا کړي دي.

د سنګين د پولیس مشرمحمدرسول اېسوسي اېټډ پريس ته ويلي طالبان نن د زیارت په سحرد سنګين په مرکز راختلي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يو بيان کې د سنګين د نيولو ادعا کړې ده.

رسول ای پي ته د ټيليفون د لارې ويلي طالبان چې د ولسوالۍ په مرکز راختل په دغه وخت يواځې اته پوليس او ۳۰ افغان پوځي عسکر هلته موجود وو.

نوموړي ويلي د ولسوالۍ د بيرته اخستو دپاره عمليات پېل کړی شوي، او زياته کړې يې ده تياری کوي چې ولسوالي بيرته په خپل لاس کې واخلي.

د سنګين ولسوالۍ سره تعلق لرونکي وکيل محمدهاشم الکوزي په کابل کې په پوځ غږ کړی چې زر تر زره ولسوالي بيرته واخلي او ويلي يې دي د ولسوالۍ د طالبانو لاسو ته ورتله به ناوړه پايلې ولري.

خو د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په یو بیان کې ویلي، د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې د دفاع وزارت او ستر درستیز د پلان له مخې د ملي اردو ثابت قدم او دوي د پلان د مخې په شکر شیله سیمه کې خپل اصلي موقعیت ته لیږدول شوي دي.

جنرال دولت وزیري د طالبانو ادعا چې دا مرکز یې نیولی په کلکه رد کړې ده.

جنرال وزیري ویلي چې د ۲۱۵ قول اردو دویمه لیوا لا هم د سنګین په ولسوالۍ کې پرته ده او د دغې ولسوالۍ اداري چارې لا هم فعالې دي.

جنرال وزیري ویلي د ولسوالۍ په شاوخوا کې د وسله والو مخالفینو تحرکات شته چې افغان ځواکونه ورسره په جګړه بوخت دي، خو دا تحرکات دومره نه دي چې د ولسوالۍ امنیت ته ګواښ پیښ کړي.

بله پېښه په کندوز کې رامنځته شوې او د کندوز د پوليس وياند د محفوظ اکبري ويلی تېره شپه يو پوليس خپل نهه ملګري وژلي او په تياره کې د موقعې نه تښتېدلی دی.

افغانستان کې له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې رامنځته شوي دي چې سرتيري په خپلو ملګرو راګرځي.

اکبري ويلي ډزې کوونکی پوليس طالبانو ته تښتېدلی او ادعا يې کړې چې بریدګر او طالبانو د وژل شوؤ پوليس مړي سوځولي دي.

د طالبانو وياند د بريد زمه واري منلې او دغه خبره یې رد کړې چې بريدګر پولیس يا طالبانو د پولیس مړو په سوځولو کې لاس لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG