لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکاخارجیانو ته د ویزو ورکولو وړاندې د سختو پلټنو امر کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو ټولو سفارتونو او قونسلګریو غوښتلي د ویزو له ورکولو دمخه دې د ځینو ځانګړو ډلو کسانو څخه ښه زیاته پلټنه وشي.

په فرمان کې همدارنګه د امریکا له بهرنیو چارواکو څخه غوښتل شویدي چې د امریکا ویزې ته د هر هغه کس ټولنیزې پاڼې هم وکتل شي په چاچې له ترهګرو سره د اړیکو په درلودلو باندې شک کیږي او یا د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې پاتې شوی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن لخوا سفارتونو ته په دغه لیږل شوي فرمان کې دا هم غوښتل شویدي چې پدغه برخه کې دې امنیتي او استخباراتي مامورینو سره مرسته وکړي.

فرمان وړاندې لیکي حتی که یوڅوک ویزې ته برابر هم وي خو چې له ټولو شرایطو سره پوره نشي او یا د امنیتي پلوه رد شي نو بیا به هم ورته ویزه نه ورکول کیږي.

دا امریکا ته د بهرنیانو په راتګ باندې د بشپړ څار په برخه کې د ډنالډ ټرمپ لخوا لومړنۍ سخت ګام دی چې د ټاکنیز کمپاین پرمهال یې ژمنه کړې وه.
د بشر د حقونو ډلو په دغه لیږل شوي فرمان باندې یوځل بیا نیوکې کړي او دا یې امریکا ته د شپږو مسلمانو هیوادونو څخه د وګړو په راتګ باندې لږیدونکې بندیز ته ورته د مسلمانانو په وړاندې د تبعیض نه ډک یو عمل کڼلی.

دعفوې نړیوالې ادارې یا امنیسټي انټرنیشنل ټیلرسن ته په یوه لیږلي لیک کې لیکې دي چې پداسې کارونو سره به د ځانګړې سیمې او مذهب په وړاندې تبعیض ته لاره هواره شي.

د عفوې نړیواله اداره زیاتوي چې د یو چا د ټولنیزو رسنیو کتل او ورڅخه د هغوي د پسورد غوښتل د بیان د ازادۍ په وړاندې خنډونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG