لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار: وسله وال بريد کې اته سرتيري او ۲۲ جنګيالي وژل شوي


وسله والو طالبانو د هلمند نه په سلګونو وسله د ډله ايز بريدونو لپاره راستولې وه.
وسله والو طالبانو د هلمند نه په سلګونو وسله د ډله ايز بريدونو لپاره راستولې وه.

چارواکي وايي تېره شپه د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د وسله والو او د امنيتي ځواکونو تر مينځ نښته کې اته عسکر او ۲۲ وسله وال وژل شوي دي۔
په کندهار کې د د افغان پوځ کمانډر جنرال داود شاه وفادار وي او ای ته ويلي چې وسله والو طالبانو د هلمند نه په سلګونو وسله د ډله ايز بريدونو لپاره راستولې وه.

"د شپې له ۲ بجو نه تر سحر ۶ بجو پورې جګړه روانه وه، چې پکې اته د پوځ سرتيري او ۲۲ وسله وال بريد کوونکي ووژل شو او درې د پوځ سرتيرو ترڅنګ ۲۳ وسله وال پکې زخميان شوي دي".


جنرال داود وفادار زياته کړې چې افغان ځواکونو خپلې پوستې ساتلي او وسله وال يې په شا تمبولي دي۔


د خاکرېز ضلع (ولسوالي) د کندهار صوبې د مرکز په شمال ۷۵ کلوميټره کې د ارزګان صوبې سره په پوله کې پرته ده۔


طالبانو هم د دغه بريدونو تایيد کړی او ادعا يې کړې ده چې د پوځ نه یې درې پوستې نيولي دي او ۲۳ عسکر يي هم وژلي دي۔

Recommended

XS
SM
MD
LG