لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د افغانستان اؤ پاکستان ترمینځ د خبرونوې لړۍ پیل شوې ده


ډاکټر حضرت عمرزاخیلوال د خبرو اترو ددغه لړۍ پخلی کړی اؤ وایي ډیر زر به د میډیا په مخکې ددغو مذاکراتو پایلی مخې ته کښیږدي
ډاکټر حضرت عمرزاخیلوال د خبرو اترو ددغه لړۍ پخلی کړی اؤ وایي ډیر زر به د میډیا په مخکې ددغو مذاکراتو پایلی مخې ته کښیږدي

دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د روان تاؤ تریخوالي کمولو اؤ د ډیورنډ د کرښې په ګډون په یو شمیر نورو ستونزو د خبرو اترو نوې لړۍ په اسلام اباد کې پیل شوې ده .
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر اؤ د افغان اولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر حضرت عمرزاخیلوال د خبرو اترو ددغه لړۍ پخلی کړی اؤ وایي ډیر زر به د میډیا په مخکې ددغو مذاکراتو پایلی مخې ته کښیږدي
د پاکستان لخوا په دې وروستیو کې د ډیورنډ په کرښه د ازغن تار لګولو پسر افغانستان کې په اولسي اؤ‌سیاسي کچ سخت غبرګون راپورته شوی اؤ د پاکستان دغه عمل ته د کرکې په نظر کتل کیږي
د افغانستان ځینې سیاسي کړۍ اؤ دمدني ټولنې غړي تورونه لګوي چې تیره میاشت دپاکستان اؤ افغانستان د چارواکو ترمینځ دلندن په غونډه کې افغان چارواکو د پاکستان لخوا افغانانو ته د خپلو پولو پرانستلو په بدل کې په سرحدي کرښه د ازغن تارلګولو اجازه ورکړې ده خو افغان حکومت ددغسې اوازو تردید کړی اؤ وایي پاکستان ته یې داسې هیڅ اجازت نه دی ورکړی.
د سه شنبې په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې پاکستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي ډاکټر عمرزاخیلوال ویلي پرون ورځ یې د بهرنیو چارو دپاره د پاکستان د وزیراعظم معاون ښاغلي طارق فاطمي سره لیدلي .
هغه وایي سبا یې هم د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو سره غونډې ټاکل شوي اؤ بله ورځ به هم دغسې لیدنې ترسره کړي.
کله چې د افغان سفیر څخه پوښتنه وشوه چې ددغو لیدنو عمده ټکي څه دي ؟ نو وې ویل”لیدنې لا دوام لري ، څنګه چې یوې پریکړې اؤ یا هم پايلو ته ورسیږو نو بیا تاسې
سره کښینو اؤ بیا درته دغه ټول جذئیات د نزدې څخه وایو”
د دوشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت لخوا په خپور شوي یو بیان کې هم راغلي چې د افغان سفیر اؤ پاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو د صلاح کار طارق فاطمي ترمینځ لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تاؤ تریخوالي په کمولو اؤ حل طلب ستونزو په هواري اتفاق شوي
خو د افغانستان دحکومت یوې مهمې سرچینې ډیوه ویب پاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي د خبرو اترو په دغه نوې لړۍ کې په ګڼ شمیر موضوعاتو خبرې کیږي.
سرچینه وایي افغان حکومت د پاکستان اؤ روسیې ترمینځ په نزدې کیدو اؤ د روسیې لخوا افغان طالبانو سره د مرستو په راپورونو هم ژورې اندیښنې لري اؤ دغو لیدنو کې به هم پاکستان د افغانستان د اندیښنو څخه خبر کړی شي.
په ډاګه دې وي چې د روسیې د لوړ رتبه پوځي چارواکو یو پلاوی د تیر زیارت په ورځ پاکستاني پوځیانو د افغانستان سره په پوله پرتې خپلې قبائیلي سیمې شمالي وزیرستان ته بوتلی ؤ .
روسي پوځي مامورینو د شمالي وزیرستان دغه دوره په داسې وخت کړې ده چې په راتلونکي میاشت کې د روس په انتظام په ماسکو کې په افغانستان کې د امن په موضوع د گڼ شمیر سیمه ایزو هیواودونو چې پکې د افغانستان گاونډیان هم شامل دي غونډه کیدونکې ده.
سرچینه وایي اسلام اباد کې پیل شوؤ د خبرو نوې لړۍ کې به د ډیورنډ په کرښه دپاکستان لخوا د ازغن تارلګولو اؤ داسلام اباد له لوري طالبانو سره په دومداره مرستو د کابل تشویشونه هم مخې ته کیښودل شي.
د افغانستان چارواکي د تیرې ډیرې مودې راهسې په پاکستان تورونه لګوي چې افغانستان کې یې نااعلانه جنګ پیل دومداره ساتلی اؤ طالبان په افغانستان کې بریدونو اؤ تباهۍ ته لمسوي خو پاکستان دغه تورونه په سختۍ سره ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG