لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په سي پیک کار کوونکي څلور مزدوران وژل شوي دي


د پولیسو مشر وویل په پیښه څلور کسان مزدوران وژل شوي چې تعلق یې د سنده ایالت ګهوټکي سیمې سره دی
د پولیسو مشر وویل په پیښه څلور کسان مزدوران وژل شوي چې تعلق یې د سنده ایالت ګهوټکي سیمې سره دی

د پاکستان دکړکیچ ځپلې صوبې بلوچستان په خاران سیمه کې د شورو په ورځ نامعلومو وسله والو دپاک - چین اقتصادي لارې یا سي پیک په جوړولو بوخت څلور مزدوران په ډزو سره وژلي دي.
ددغه پیښې ذمه واري کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو بلوچستان کې دا مهال یو شمیر بیلتون خوښي تحریکونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ د حکومت څخه ګیله کوي چې د بلوچستان وسائل ددې ځایې د اولس پځایې د پنجاب د خلکو په ښیګړه راولي .
د خاران ضلعې د پولیسو مشر وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ددغه پیښې د جزئیاتو بیانولو په وخت ویلي د شورو په سحر نهه بجې یو شمیر مزدوران د سړک په جوړولو بوخت وؤ چې په موټر سائیکلو سپورو نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې اؤ وتښتیدل.
د پولیسو مشر وویل په پیښه څلور کسان مزدوران وژل شوي چې تعلق یې د سنده ایالت ګهوټکي سیمې سره دی.
ډي پي او د ددغو وژل شوؤ کسانو څخه د دریوؤ پیژندګلو د مشتاق احمدنیازي، ساجد، اؤ سهراب په نومونو سره ښودلې ده. .
د پولیسو مشر دا یوه هدفي وژنه ګرځولې اؤ ویلي یې دي په پیښه کې ککړ کسان د موقعې څخه تښتیدلي خو د هغوئ لټون اؤ د پيښې پلټنې روانې دي
خاران دایران سرحدي سیمې ته څیرمه هاغه سیمه ده چې د بلوچستان لبریشن فرنټ په نامه پکې د حکومت نه مروره وسله واله ډله زیاته فعاله ده چې مشري یې ډاکټر الله نظر بلوچ په غاړه لري.
دغلته دا مهال دچین په لګښت د پاک - چین اقتصادي لارې په جوړونه کار روان دی اؤ زیاتره مهال په دغه سیمه اؤ خواوشا کې د نامعلومو خلکو لخوا مزدوران په نخښه کیږي.
تیرکال هم د خازان سره نزدې په تربت سیمه کې شل مزدوران د وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي وؤ.
د پاکستان حکومت بلوچستان کې د ګډوډۍ په پیښو کې د خپل غلیم ګاونډي هیواد هند لاس ککړ بولي خو د بلوچستان سیاسي خواوې اؤ د مدني ټولنې غړي دریځ لري چې ددغه ناقرارۍ اصل علت د بلوچستان د خلکو سره کیدونکې امتیازي رویه اؤ دهغوئ د محرومۍ احساس دی .
بلوچستان د رقبې اؤ پسماندګۍ په لحاظ دپاکستان تر ټولو لویه صوبه ده اؤ دا مهال دغلته یو شمیر بیلتون خوښي غورځنګونه په وسله وال مقاومت بوخت دي.
دغه وسله وال مقاومت کوونکي دریځ لري چې حکومت د بلوچستان د خلکو نه دهغوئ ټولې انساني، سیاسي، جمهوري اؤ ائیني ازادۍ تروړلي دي اؤ د بلوچستان وسائل د پنجاب لمنې ته غورځیږي
تر دې مهاله په بلوچستان کې د بشري اؤ سیاسي حقونو دپاره غږ پورته کوونکي په سلګونو کسان نامعلومو خلکو اوچت کړي اؤ هغه یې یا خو وژلي اؤ یا یې هم بې درکه کړي دي.
د بلوچستان مقاومتي غورځنګونه ددغو وژنو اؤ د بې درکۍ دپيښو پره د پاکستان په خفیه ایجنسو اچوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG