لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا لخوا په شام د نورو حملو اؤ د روس د سختو نتیجو خبرداری


 امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته د امریکا استازې تیره شپه د امریکا له لوري د شام په یوه هوایي اډه د شوې حملې په کلکه دفاع وکړه
امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته د امریکا استازې تیره شپه د امریکا له لوري د شام په یوه هوایي اډه د شوې حملې په کلکه دفاع وکړه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نکي هیلي خبرداری ورکړی چې که اړتیا ولیدل شي نو امریکا په شام کې نورو ګامونو اخستو ته هم تیاره ده خو روس وایي د امریکا لخوا په شام حمله به خطرناکې نتیجې ولري.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته پخپله وینا کې د امریکا استازې تیره شپه د امریکا له لوري د شام په یوه هوایي اډه د شوې حملې په کلکه دفاع وکړه.
هغې وویل د کیمیاوي وسلو په استعمال به نوره امریکا غلې پاتې نه شي اؤ ددغو وسلو مخنیوی پخپله د امریکا په ګټه دی.
د امنیت شورا دغه بیړنۍ غونډه د غړي هیواد بولیویا په غوښتنه رابلل شوې وه ترڅو د شام په هوایي ډګر د امریکایي برید نه وروستو پکې سیمه کې په رامنځته شوی صورتحال وڅیړي اؤ په هغې خبرې وکړي.
امریکایي استازي نکی هیلي دغه غونډې ته وویل د بشارالاسد حکومت اؤ دهغه ائتلافیانو تر اوسه د شام دکړکیچ دسیاسي‌ هواري هڅې په سنجیده توګه نه اخستې خو اوس وخت راغلی چې نړیواله ټولنه دا هڅې په وړاندې بوځي.
هغې د بشارالاسد په دوؤ لویو ائتلافیانو روس اؤ ایران هم ټینګار وکړو چې د شام حکومت را ونیسي اؤ د جنګ بندۍ په شرطونو عمل کولو ته یې اړ کړي.
غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د روس مرستیال سفیر ولادیمیر سیفرونکوو پخپلو خبرو کې په شام د امریکا برید ډاګیز تیری آؤ د نړیوالو قوانینو سخته سرغړؤنه وګرځوله اؤ په دې یې کلک احتجاج وکړو.
د روس مرستیال سفیر خبرداری ورکړو چې د امریکا لخوا په شام ترسره شوی برید په سیمه ایز اؤ نړیوال ثبات خطرناکې اغیزې کولی شي.
هغه وویل د حملې نه وروستو چې اوس امریکا د شام د شخړې د سیاسي هواري خبرې کوي نو داهسې منافقت دی.
امریکا تیره شپه د شام یوه هوایي اډه وروستو له هغې په کروز توغندو ویشتې وه چې ددغه اډې څخه د شامي پوځ لخوا په ځایې وګړو د کیمیاوي وسلو د استعمال خبرونه مخې راغلل.
د شامي پوځ په دغه هوايي بریدونو کې د ۸۵ؤ څخه زیات کسان وژل شوي وؤ چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل وؤ

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG