لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېرس کې د چاپيريال په تړون غټه فېصله راتلونکې ده، ټرمپ


د خپل صدارت د ۱۰۰ ورځو د لاس ته راوړنو په يادولو ټرمپ وويل "دا ډېرې پياوړې او توليدي" وې،
د خپل صدارت د ۱۰۰ ورځو د لاس ته راوړنو په يادولو ټرمپ وويل "دا ډېرې پياوړې او توليدي" وې،

د امریکې صدر ډونلډټرمپ ژمنه کړې چې پېرس کې د چاپيريال (اقليم) په تړون به يې راتلونکو دوه اوونو کې "غټه فېصله" مخې ته راشي.

نوموړي د خپل صدارت په ۱۰۰ ورځو پوره کېدو د پنسلوينيا په هیرسبرګ ښار کې يو غټ مېدان کې رايو ځای شوؤ خلکو ته وېنا وکړه، چرته چې د لسو زرو تنو د راتلو ځای ؤ، موجودو خلکو د صدر هرکلی د "يو اېس ای، يو اېس ای" په نعرو وکړو.

د صدر د وېنا نه وړاندې په خلکو کې ناست يو تن احتجاج وکړو، او په هغې صدر وویل، "دی بهر اوباسئ" په داسې کېدو هم خلکو نعرې ووهلې.

د دغه دستورې په وخت واشنګن کې په سپينه ماڼۍ کې د خبريالانو د کال د ډوډۍ غونډه هم روانه وه او صدر په هغې کې په ګډون نه کولو خپل اطمينان څرګند کړو او د دستورې د کورېج دپاره موجودې ميډيا پله يې اشاره وکړه چې "دې ميډيا ته وګورئ هغويې ته په اصل کې دلته موجود کېدل پکار وو".

نوموړي د دوه چېنلو نومونه واخسته چې د دروغو خبرونه خپروي.

د خپل صدارت د ۱۰۰ ورځو د لاس ته راوړنو په يادولو ټرمپ وويل "دا ډېرې پياوړې او توليدي" وې، چې پکې د سکرو د کارکوونکو بيرته کارونو ته راتلل، د اسټيل او المونيم خواري کښو ته تحفظ ورکول او"نوکرو ته يې زيان رسوؤنکې قانون د مينځه وړل" شامل دي.

"مونږ د يوې وروسته بله ژمنه پوره کوو او خلک واقعا خوشحاله دي هغوي ګوري چې څه کیږي".

صدر وويل"مونږ چې کوم تاريخي پرمختګ کړی دی په هغې د پوهېدو دپاره به مونږ ته په ديانتدارۍ په هغې خبره کول وي کومه چې مونږ او ماته په وراثت کې په لاس راغلې او تېرې انتظاميې مونږ ته ډېر پېچلي څيزونه راکړي دي".

هغه ژمنه وکړه چې پېرس کې راتلونکو دوه اوونو کې به د چاپيريال په اړوند "غټه فېصله" وکړي.

د ميکسيکو سره په پوله يې د ديوال جوړولو د ژمنې څرګندونه وکړه او وې ويل چې انتظاميې يې د "اميګرېشن داسې نظام جوړ کړی کوم چې به تاسو وړاندې کله هم نه وي ليدلی".

له دې وړاندې د شنبې/خالي په ورځ صدر په يو انتظامي امر لاسلیک کړی د کوم لاندې به چې د هغه انتظاميه د تجارتي تړون بيا د سره جاج اخلي. تر څو معلومه کړي چې ايا د ۱۶۴ ملکونو نړيوال سوداګريز تنظيم د دويې د سوداګرۍ شريکې امریکا سره د برابرۍ چلند کوي يا نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG