لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اتحادي ځواکونو په بريد کې ۴۵ ملکي وګړي وژل شوي، پېنټاګون


 په ۱۷م مارچ عراق کې ترسره شوؤ هوايي بريدونو نه وروستو د ځايي حکومت چارواکو او ملګرو ملتونو غوښتنه کړې وه چې په موصل کې دې د داعش په ضد جګړه کې دې د احتياط نه کار واخستل شي.
 په ۱۷م مارچ عراق کې ترسره شوؤ هوايي بريدونو نه وروستو د ځايي حکومت چارواکو او ملګرو ملتونو غوښتنه کړې وه چې په موصل کې دې د داعش په ضد جګړه کې دې د احتياط نه کار واخستل شي.

پېنټاګون د اتوار په ورځ ويلي، د مارچ په مياشت کې ترسره شوؤ پلټنو کې معلومه شوې چې په عراق او شام کې د داعش د تُندلارو په ضد د امريکا په مشرۍ اتحاد د هوايي بريدونو په پايله کې ۴۵ ملګي وګړي وژل شوي دي.

دغه عمليات زياتره د عراق د موصل ښار نه چاپېره علاقو کې ترسره شوي وو.

پېنټاګون ويلي هوايي بريدونو کې "ټول ممکن احتياطي تدبيرونه نيول شوي"، ولې بيا هم په "غېر ارادي" توګه انساني ابادۍ ته څه زيان اوختی دی. په دې راپور کې په ۱۷م مارچ موصل کې د داعش د تُندلارو د هدف جوړولو د پېښې په اړوند شوې پلټنې نه دي شامل کړی شوي.

ځايي خلکو ويلي ؤ په دغو هوايي بريدونو کې د ۱۰۰ نه زيات ملکي وګړي وژل شوي وو.

تېره مياشت امريکا منلې وه چې اتحادي الوتکو " په نخښه شوؤ ځايونو باندې عمليات کړي وو"، ولې دا نه ؤ ويل شوي چې په دې کښې څومره ملکي وګړي وژل شوي وو.

اتحادي چارواکو د هغه وخت ويلو څخه ډډه کړې چې د دغو عملياتو د پلټنو راپور به کله بشپړ شي. پېنټاګون منلې ده چې د کال ۲۰۱۴م نه کله د داعش په ضد بريدونه پېل شوي، تراوسه پورې په عراق او شام کې د اتحاد د هوايي بريدونو په پايله کې لږترلږه ۳۵۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

ولې په لندن کې د څار ډلې ائيروارز راپور ورکړی چې د کال ۲۰۱۴م نه تراوسه پورې په عراق او شام کې د اتحاد په بريدونو کې د ۳۰۰۰ نه زيات ملکي وګړي وژل شوي دي.

په ۱۷م مارچ عراق کې ترسره شوؤ هوايي بريدونو نه وروستو د ځايي حکومت چارواکو او ملګرو ملتونو غوښتنه کړې وه چې په موصل کې دې د داعش په ضد جګړه کې دې د احتياط نه کار واخستل شي.

ملګرو ملتونو ويلي، د فرورۍ په مياشت کې په لويديځ موصل کې پېل شوې جګړې په پايله کې نزدې د ۲۰۰ ملګي وګړو درملنه شوې څوک چې د غمه د ذهني ناروغو ښکار شوي وو.

د موصل بيرته نيولو دپاره د ۲۰۱۶م د اکتوبر په مياشت کې په رسمي ډول عمليات پېل کړی شوي وو.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG