لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام د وژنو د شواهدو پټولو دپاره مړي سوځوي، امریکا


تېره مياشت د شام هوايي ځواک په خپلو ملکي وګړو باندې کيميائي مواد کارولي او د هغې وروستو امریکې د شام پوځي اډه باندې کروز ميزايلې داغلې وې.
تېره مياشت د شام هوايي ځواک په خپلو ملکي وګړو باندې کيميائي مواد کارولي او د هغې وروستو امریکې د شام پوځي اډه باندې کروز ميزايلې داغلې وې.

امریکا ادعا کړې چې شام هره ورځ د بندي تنانو وژنې کوي او بیا د هغويې مړي سوځي، او د دغه کار دپاره يې د پلازمينې دمشق په لرې پرته علاقه کې يو ځانګړی ځای جوړ کړی دی.

د امريکې د بهرنو چارو وزارت د ګل په ورځ ويلي صیديانا زندان کې هره ورځ ۵۰ بنديان په دار ځړول کيږي او د صدر بشارالاسد حکومت د دغه کار د شواهدو پټولو دپاره د دغو بنديانو مړي بيا سوځوي.

د منځني ختيځ دپاره يو لوړ پوړي امریکايي سفارتکار اسټيوټ جونز ویلي چې د دمشق حکومت" د اخلاقي زوال نوې کچې ته لوېدلی"، او د روس او د ايران په پرله پسې پوځي مرستې د اسد حکومت د مختلفو ياغي ډلو سره جګړه دوامداره ساتلې ده.

د شپږو کالو په دغو کورنو جګړو کې څلور لاکه انسانان وژل شوي دي.

جونز د مړو په سوځولو کې د روس د ککړتيا په اړه څه نه دي ویلي او زیاته کړې يې ده د بهرنو چارو وزارت تراوسه پورې د وژنو په اړوند شواهد روسي چارواکو ته نه دي ورکړي.

هغه ويلي دا چې روس د شام د ظلمونو غندنه نه کوي زغمي يې، امریکا په دغه اړوند د روس سره خبرې کوي.

امریکايي سفارتکار زياته کړې په روس ټينګار کوي چې د اسد حکومت د ظلمونو زمه وار وګرځوي.

تېره مياشت د شام هوايي ځواک په خپلو ملکي وګړو باندې کيميائي مواد کارولي او د هغې وروستو امریکې د شام پوځي اډه باندې کروز ميزايلې داغلې وې.

د جونز نه چې کله پوښتنه وشوه امریکا اراده لري چې د مړو سوځولو په ځای باندې هم حمله وکړي، هغه ویلي صدر ټرمپ ويلي دی، چې امریکا به د "دې خبرې اشاره ورنکړي چې څه کوي او څه نه کوي".

هغه ويلي په دې موقع دوي د هغو شواهدو يادګېرنه کوي او دا د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې راولي او هيله مند دي چې نړيواله ورورولي به د شام په حکومت د خپلې رويې بدلولو په موخه فشار اچوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG