لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دجګړې ترشا دولاړو استخباراتي شبکو په ضد دملي پریکړې وخت راغلی


ولسمشر غني ټینګار کړی، چې د افغانستان حکومت به د تروریزم د له منځه وړلو لپاره له هیڅ ډول اقدام څخه ډډه ونه کړي.
ولسمشر غني ټینګار کړی، چې د افغانستان حکومت به د تروریزم د له منځه وړلو لپاره له هیڅ ډول اقدام څخه ډډه ونه کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل ښار کې د چهارشنبې ورځې له خونړي برید وروسته په یو ویډیويي وینا کې وویل، سره له دې چې د افغانستان حکومت له وسله‌والو مخالفینو څخه غوښتي وو، چې د روژې میاشتې ته په درناوي له جګړې لاس واخلي، خو دغو ډلو د بشر ضد فعالیتونو ته دوام ورکړ او ملکي وګړي یې ووژل.

ولسمشر غني وویل "متاسفانه اجیرو تروریستي ډلو او د دوی بادارانو لومړی په خوست، بیا کندهار او نن په کابل کې زموږ د مظلومو هېوادوالو وینې تویې کړې چې دلته یوازې غندل کفایت نه کوي، بلکې د دغو بشر ضد او اسلام ضد ډلو او ګروپونو پر ضد عملي او لا جدي اقداماتو وخت رارسېدلی دی."

ولسمشر غني ټینګار کړی، چې د افغانستان حکومت به د تروریزم د له منځه وړلو لپاره له هیڅ ډول اقدام څخه ډډه ونه کړي.

ښاغلي غني وویل، چې په دې برخه کې د مهمې پریکړې وخت رارسیدلی دی او د دغې پریکړې او ملي خوځښت د رامنځ ته کولو لپاره ولس ته رجوع کوي.

ولسمشر غني وویل "نن په ټولو جهادي، قومي، سیاسي او دیني مشرانو او علماو، ځوانانو، خویندو او ټولو اقشارو غږ کوم چې ټول سلیقوي، شخصي، تنظیمي او سیاسي اختلافونه یوې خواته پرېږدي او د یوې ملي سرنوشت سازه پرېکړې لپاره، چې ستاسو منتخب حکومت او زړور امنیتي او دفاعي قواوې به یې تطبیقوي، رامخته شئ."

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه، چې حکومت یې په وار وار پر وسله‌والو مخالفینو د سولې غږ کړی، خو پر وینا یې هغوی خپل وسله‌وال مخالفت ته دوام ورکړی او لا هم د 'پردیو' په اشارو کار کوي.

هغه وویل "هغه بین المللي تروریستان چې افغاني هویت او رېښه نه لري او زموږ پاکه خاوره د خپلو شومو تروریستي فعالیتونو او د افغانستان او سیمې د بې ثباته کولو لپاره استعمالوي او هغه هېوادونه او استخباراتي شبکې چې په افغانستان کې د نااعلان شوي جنګ تر شا ولاړ دي، د دغو ټولو پر وړاندې د یوې ملي پرېکړې او ملي دریځ غوره کولو وخت را رسېدلی دی،تر څو د دوی شوم اهداف دفع کړو."

په کابل ښار کې د چهارشنبې ورځې پر سهار د موټربم برید، چې له امله یې نږدې سل تنه ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول، تر ټولو خونړۍ برید بلل شوی او په کور دننه او بهر یې پراخه غندنه شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې، په دغه برید کې ۸۰ تنه وژل شوي او ۴۶۱ نور ټپيان شوي، چې اکثره یې ملکي وګړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست له دغه خونړي برید څخه څو ساعت وروسته په یو بیان کې وویل، چې یاد برید په پاکستان کې پلان او د هغه هیواد د استخباراتو په مرسته د حقاني شبکې له خوا په کابل کې عملی شوی دی.

( د اشنا راډیو د ویب پاڼې څخه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG