د امریکې صدر ډونلډټرمپ افغان صدر اشرف غني ته ټيليفون کړی او د شورو يا چهارشنبې په ورځ کابل کې شوي ځانمرګي برید کې په نخښه شوو کورنو سره يې خواخوږي کړې ده.
نوموړي د روژې په مبارکه مياشت کې د دغه ترهګر برید غندنه کړې او د مهذب انسانيت دښمن عمل يې ورته ويلي دي.
صدر ټرمپ د برید وروستو د افغانانو حوصله ستايلې چې سمدست د ژوبلو مرستې ته رسېدلي دي.
نوموړي د افغان اولس د ساتنې په لړ کې د افغان ځواکونو مبارزه او هڅې هم ستايلي دي.
ټېلرسن ويلي امریکايي سفارتخانه د افغان حکومت سره د اغېزمنو مرسته کوي او د ملي يو والي حکومت سره په دغه پېښه کې د ککړو په ضد مرسته کوي.
له دې وړاندې د امریکا خارجه وزير رېکس ټېلرسن، نړيوالې ورورولۍ او سفارتخانو د کابل په بريدکې د وژل شوؤ خواخوږي څرګنده کړې وه.
نوموړي په کابل کې ځانمرګي برید ته يو ډېر ناوړه عمل ويلی او زياته کړې يې ده چې امريکا په کلکه اراده د افغان حکومت او افغان اولس سره ولاړه ده.
هغه ويلي "مونږ به د سولې، ثُبات او خوشحالۍ ترلاسه کولو دپاره د افغانستان د هڅو مرسته کوو".
ياد اېفل ټاور په ټويټر ويلي د کابل د بريد اغېزمنو ته د عقيدت وړاندې کولو په لړ کې به په نيمه شپه کې رڼاګانې مړې کړی شي.