د افغانستان په پلازمینه کابل کې د اوړمې ورځې د شوي خونړي برید نه وروستو د افغانستان اولسمشر اشرف غني د حقاني شبکې د جنګیالو په شمول د۱۱ؤ ترهګرو د تیزندي کولو منظوري ورکړې ده.
سرچینې وایي په دغو ترهګرو کې د حقاني نیټ ورک د مشر جلال الدین حقاني زوئ انس حقاني نه دی شامل چې دا مهال د افغان ځواکونو په قید کې دی.
د چهارشبنې په ورځ پلازمینه کابل کې د بهرنو سفارتخانو ترڅنګ د ټانکر په یوه درنه بمي چاودنه کې خواوشا ۹۰ کسان وژل شوي اؤ د۴۰۰نه زیات نور ژوبل شوي وؤ.
د افغانستان د استخباراتو ملي شبکې تور لګولی ؤ چې دغه چاودنه د حقاني نیټ ورک جنګیالو دپاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته کړې ده خو پاکستان دغه تور رد کړی دی.
اولسمشر غني چې د کومو جنګیالو د تیزندي کولو امر منظوري ورکړې تر اوسه د هغوئ نومونه مخې ته نه دي راغلي خو دولتي سرچینو ویلي چې په دغو کسانو کې د انس حقاني پشمول څلور د حقاني نیټ ورک اؤ اووه نور دکوئټې شورا سره تړاؤ لري
کابل اؤ واشنګټن دحقاني نیټ ورک جنګیالي د پاکستان پاره افغانستان کې د جنګ الې ګڼي اؤ وایي ایي ایس ایي د حقاني نیټ ورک پالنه کوي.
خو پاکستاني چارواکي وایي چې په ضرب عضب عملیاتو کې یې د پاکستان قبائیلي سیمو کې د حقاني نیټ ورک د جنګیالو پشمول د ټولو ترهګرو ملا ماته کړې ده.
د پاکستان دغه دعوه اسلام اباد کې د پاکستان سفیر اؤ د افغان اولسمشر ځانګړي استازي ډاکټرحضرت عمر زاخیلوال بې اساسه بللې وه اؤ ویلي یې وؤ چې په ضرب عضب عملیاتو کې تر اوسه د پاکستان پوځ نه شي ښودلی چې د حقاني ډلې د یو جنګیالي ګوته یې هم خوږ کړې یا وینې کړي وي .
وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته افغان سفیر ویلي وؤ پاکستان نه یوازې دحقاني نیټ ورک جنګیالي ساتلي بلکې د کوئټې شورا هم د خلکو دنظره پټه نه ده چې جنګیالي یې په افغانستان کې فعالیتونه کوي.
په امریکایي کانګریس کې هم څو څو ځل د سنیټرانو لخوا غږ پورته شوی چې که چرې پاکستان د حقاني نیټ ورک د جنګیالو خلاف ګامونه نه اخلي نو باید امریکه د ترهګرۍ د مخنیوي په نوم پاکستان ته ورکړل کیدونکې په اربونو روپۍ بندې کړي اؤ پاکستان د ترهګرو پالوونکی هیواد وګرځول شي.