لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې ويزا ترلاسه کول نور هم ګران شول


د تعليمي ادارو چارواکو او اکېډمک ډلو لخوا په دې اقدام د نيوکو باوجود د دې منظوري ورکړی شوې ده.
د تعليمي ادارو چارواکو او اکېډمک ډلو لخوا په دې اقدام د نيوکو باوجود د دې منظوري ورکړی شوې ده.

د صدر ډونلډټرمپ انتظاميې په ګرده نړۍ کې د امریکا د ويزې ترلاسه کوونکو دپاره يوه نوې سوالنامه يا پوښتنلنيک تيار کړی د کوم لاندې به چې د ويزا اخستونکي نه د ټولنيزو اړيکو د فعاليتونو او د هغه د تېرو ۱۵ کالو د ژوند معلومات غوښتی شي.

د پوښتنليک منظوري د انتظام او بجټ دفتر د مئي په ۲۳م ورکړې ده، او دا ګام امریکا ته په ويزا د راتلونکو د پېژندګلو د معلوماتو سختولو يوه هڅه ده.

د تعليمي ادارو چارواکو او اکېډمک ډلو لخوا په دې اقدام د نيوکو باوجود د دې منظوري ورکړی شوې ده.

نقد کوونکي وايي د نوؤ پوښتنو سره به نه یواځې کار سېوا شي بلکې د ويزې اخستو عمل به نور اوږد شي او له دې امله به امریکا ته راتلونکي زده کوونکي او سائنس پوهان زړه ماتې شي.

د دې نوې طريقې لاندې به د ويزې خواست کوونکي د قونصلګرۍ چارواکي ته د خپلو پخواني پاسپورټونو نمبرې، ايمېل اېډرسونه، ټيليفون نمبرې او د ۱۵ کالو د شخصي ژوند معلومات ورکوي چې بکې به د هغه درک، نوکرۍ او سفري تاريخونو معلومات هم ورکوي.

د رويټرز ترمخه د محکمه خارجه يو چارواکي د چهارشنبې په ورځ ويلي چارواکي د دې نه علاوه نور معلومات هم غوښتی شي، که چرته هغه وګڼي چې د پېژندګلو دپاره نور داسې معلومات ضروري دي يا د قامي امنيت دپاره چاڼولو ته اړتیا لري.

صدر ټرمپ د شپږو مسلمان اکثريتي ملکونو په وګړو د عارضي سفري بندېز لګولو هڅه کړې خو د امريکې اپيل کورټ دې ته امتيازي سلوک ويلي او په ځای کولو نه يې انکار کړی ؤ.

د انتظام او بجټ دفتر نوی پوښتنليک د درېو کالو په ځای د شپږو مياشتو دپاره منظور کړی دی.

که څه هم د نوؤ پوښتنو نوعيت د خوښې دی خو په فارم کې وېل شوي چې د معلوماتو ورکولو کې د پاتې راتلو په صورت کې د وېزې عمل وروستو کېدی يا ودرېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG