لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسویلي چین سمندرګي کې په پوځي خوځښتونو چین ته دامریکا خبرداری


امریکا وایي شمالي کوریا ته د زغم څخه د کار اخستو کومې هڅې چې چین کوي امریکا دپاره ډاډمنې دي.
امریکا وایي شمالي کوریا ته د زغم څخه د کار اخستو کومې هڅې چې چین کوي امریکا دپاره ډاډمنې دي.

د امریکا ددفاع وزیر ښاغلي جم میټس چین ته خبرداری ورکړی چې د سویلي چین سمندرګي په ټاپوګانو کې به پوځي خوځښونه ونه مني .

امریکا وایي شمالي کوریا ته د زغم څخه د کار اخستو کومې هڅې چې چین کوي هغه امریکا دپاره ډاډمنې دي.

ښاغلي میټس دغه څرګندونې سنګاپور کې د کلیزې امنیتي غونډې په مهال یو مطبوعاتي کانفرنس ته کړي دي چې ښايي څرنګه د ډونلډ ټرمپ انتظامیه چین سره په ګډه د شمالي کوریا د میزائیلي اؤ اټومي پروګرام د محدودؤلو اؤ دبیجنګ سویلي سمندرګي کې د چین د پوځي خوځښتونو تر مینځ توله پځایې ساتل غواړي.

هغه ویلي امریکا چمتو ده چې دشمالي کوریا په معامله چین سره په ګډه کار وکړي خو دا ورته د منلو وړ نه ده چې دغه هیواد دې د سویلي چین سمندرګي په ټاپوګانو کې وسلې راټولې کړي اؤ یا دې نورې پوځي پنګې په دغه ځایې کې وساتي.

ددفاغ وزیر زیاته کړې دچین لخوا د ټاپوګانو جوړول اؤ د نړیوالو اوبو پوځي کول به د سیمې ثبات ته زیان ورسوي .

هغه وایي امریکا په مصنوعي ټاپوګانو د پوځي خوځښتونو اؤ په سمندري سیمو ددعوؤ کولو په ضد ده.

سوېلي چین سمندرګي خواوشا ۲۵۰ ټاپوګان لري چې پراخوالی یې ۱۵ کیلومترو پورې دی اؤ دچین ترڅنګ ویټنام،مالیزیا،بروني اؤ فلپائن هم ددغو ټاپوګانو د ملګیت دعوه ګیر دي.

د ټرمپ انتظامیه دا مهال د چین څخه غواړي چې شمالي کوریا باید دخپلو اټومي اؤ میزائیلي پروګرام د لمنې په محدودؤلو قائل کړي اؤ ورسره یې دا ګواښ هم کړی چې که شمالي کوریا خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکوي نو بیا د مخنیوي ګڼې نورې لارې هم شته

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG