لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: ننګرهار کې ۲۲ داعشيان، کندهار کې پوليس خپل شپږ ملګري وژلي


کندهار کې د رامنځته شوې پېښې نه وړاندې دغه ډول بريدونه په  هلمند، ارزګان او هلمند کې شوي هم دي.
کندهار کې د رامنځته شوې پېښې نه وړاندې دغه ډول بريدونه په  هلمند، ارزګان او هلمند کې شوي هم دي.

د افغانستان د پوځي چارواکو په وېنا د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د حمزه په نوم کمانډو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتو کې د دوه کمانډرانو په ګډون د داعش ۲۲ وسله وال وژلي دي.

په سيمه کې د ملي اردو وياند شيرین اقا فقيري وایس اف امریکا سره په خبرو کې پخلی کړی چې د ۲۴ ساعتونو په عملياتو کې د دوه قوماندانانو نعمان او ثاقب په ګډون د داعش ۲۲ وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي ويلي په عملياتو کې د داعش د وسله والو نه ګڼې سيمې بيرته نيولي دي. او ملي اردو په کوټ ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې د پرمختګ ويلي دي.

داعش د تازه عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

خو په اچين کې ځايي مشرانو ويلي حکومتي ځواکونه د تېرې يوې میاشتې راهسې مخکې نه دي تلي او د داعش ګواس په ولسوالۍ کې زياتيږي.

بل لور ته تېره شپه په کندهار کې دوه پولیسو په خپلو ملګرو بريد کړی شپږ پوليس يې وژلي او پينځه نور ژوبل کړي دي.

امنيتي چارواکو ويلي بريد کوونکي پوليس د تېښتې په مهال وژل شوي دي.

د کندهار د پولیس مشر جنرال عبدالرزاق د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده د نورو جزیاتو دپاره پلټنې روانې دي.

کندهار کې د رامنځته شوې پېښې نه وړاندې دغه ډول بريدونه په هلمند، ارزګان او هلمند کې شوي هم دي.

طالبانو د کندهار د پېښې زمه واري منلې او ويلي يې بریدکوونکي دوه پوليس د دويې کسان ؤ او د تېرې شپې په برید کې يې د ۳۰ پوليسو د وژنې ادعا کړې خو د پولیسو دغه ادعا کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG