لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب، مصر، متحده عرب امارات او بحرېن د قطر سره سفارتي اړیکې قطع کړي


دغو ملکونو په يوه جُدا لنډه ناسته کې دا پرېکړه کړې او ويلي يې دي دویې به د قطر نه خپله سفارتی عمله رااوباسي.
دغو ملکونو په يوه جُدا لنډه ناسته کې دا پرېکړه کړې او ويلي يې دي دویې به د قطر نه خپله سفارتی عمله رااوباسي.

سعودي عرب، بحرېن، متحده عرب امارات او مصر د دوشنبې په ورځ په قطر د ترهګرۍ د ملاتړ تور لګولی او ورسره یې د سفارتي اړیکو قطع کولو اعلان کړی دی.

دغو ملکونو په يوه جُدا لنډه ناسته کې دا پرېکړه کړې او ويلي يې دي دویې به د قطر نه خپله سفارتی عمله رااوباسي او قطر سره به هوايي او د سمندر د لارې تګ راتګ نه کوي.

د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد چۍ د يمن د حکومت په ملاتړ جنګيږي، سعودي ويلي د جګړې نه به د قطر ځواکونه لرې کړي.

د سعودي عرب دولتي خبري ادارې ويلي ویلي قطر" د خپلو رسنيو د لارې د اخوان المسلمون، داعش او القاعده سره هغه ترهګرو او فرقه ييزه ډلو پېغام او پلاننګ ته وده ورکوي کومې چې سيمه بې ثباته کوي".

د قطر د بهرنو چارو وزارت دا بلاجوازه بللی او د خپلواکۍ سرغړونه يې ورته وېلې. قطر په تېر وخت کې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

د امریکې خارجه وزير رېکس ټېلرسن ویلي هغه د دوشنبې د ورځې د اقدام هيله نه لرله د کومې چې به د ترهګرۍ په ضد د سيمي او نړۍ په کچ اغېزې وي.

نوموړي د ټولو فریقېنو څخه غوښتي چې کښېني خپل اختلافات لري کړي او زياته کړې يې ده امريکا فکر کوي دا مهمه ده چې د خليج د همکارۍ شورا دې يو موټی وي.

نوموړی ویلی " زما په خيال مونږ د يوې مودې نه په سيمه کې مخ په زیاتي د ناوړتياؤ فهرست ګورو او يقيني چې هغه به اوس سرته راختلي وي، دغه هېوادونه دې پرېکړې کولو ته اړتيا لري چې د اختلاف د مينځه لرې کولو دپاره ګام پورته کړي".

په قطر کې د امريکا سفيرې ډېناشيل سميتهـ هم د دوشنبې په ورځ په ټويټر ويلي چې هغې او سفارت يې په اکتوبر ۲۰۱۶م کې د قطر سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکې لخوا د مالي مرستو څرګندونه کړې وه.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ د قطر په الودېد هوايي مرکز کې په غټه کچه شتون لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG