لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسلام اباد دتورونو پځایې دې کابل خپل ګریوان کې وګوري،پاک پوځ وايي


د کابل په نړیواله غونډه کې د افغان اولسمشر اشرف غني لخوا په پاکستان د سختو نیوکو نه وروستو دپاکستان پوځ په کابل غږ کړی چې په اسلام اباد د بې ځایه تورونو لګولو پځایې دی خپل ګریوان کې وګوري اؤ خپلې حقیقي ستونزې دې پخپله ولټوي.

دپاکستان پوځ ویلي افغانستان کې دامن اؤ سولې دپاره پاکستان پخپلو ژمنو ولاړ دی اؤ د سیمې امنیت کې خپل رغنده رول ترسره کوي.

په کابل کې تیره اوونۍ پرله پسې دریوؤ بمي چاودنو کې په سلګونو افغانان وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ چې افغانستان ددغو چاودنو تور په پاکستان لګولی اؤ ویلي یې دي کابل کې د ترهګرۍ دشوو پيښو پلانونه دحقاني ترهګرې ډلې جنګیالو دپاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته پاکستان کې جوړ کړي وؤ.

د سه شبنې په ورځ هم کابل کې د ۲۵ؤ نړیوالو هیوادونو اؤ دریوؤ سازمانونو جوړې شوې غونډې ته پخپله وینا کې د افغانستان اولسمشراشرف غني په پاکستان تور لګولی چې په افغانستان یې نااعلانه جګړه تپلې ده.

دغې غونډې ته په وینا کې افغان اولسمشر دپاکستان څخه وغوښتل چې د مذاکرې لپاره ‌خپله ايجنډا او میکانیزم افغان حکومت ته وړاندې کړي، چې په مرسته یې سیمه سولې او ثبات ته ورسیږي.

په کابل کې د جوړې شوې دغې نړیوالې غونډې په مهال دپآکستان پوځي مشرانو یا کور کمانډرانو هم نن په جي ایچ کیو کې یوه ځانګړې غونډه د پوځي سرلښکر جنرال جاوید قمر باجوه په مشرۍ کړې ده.

سرچینې وایي په دغه غونډه کې دپاکستاني پوځ مشرانو افغانستان کې د روستیو ترهګرو بریدونو نه راپدیخوا پیداشوي وضعیت اؤ د سیمې په امنیت خبرې اترې اؤ غور کړی دی.

دپاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي په دغه غونډه کې د ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په ضد دافغانستان د مرستې د دوام هوړ وکړی شو خو دافغانستان د لوري په پاکستان لګیدونکي تورونه بې ځایه وبلل شول.

دپوځ بیان کې ویل شوي افغانستان دې په پاکستان د بې ځایه تورونو لګولو نه ډډه وکړي ځکه چې پاکستان افغانستان اؤ ټوله سیمه کې د سولې اؤ ثبات پلوي دی.

پاکستان مدام دعوې کوي چې افغانستان کې امن اؤ سوله غواړي خو واشنګټن، نوی ډیلی اؤ کابل د تیرې یوې لسیزې راهسې پرله پسې اسلام اباد دترهګرو په ملاتړ اؤ افغانستان کې د جنګ په دوام تورنوي.

د امریکا یو بااثره سناتور ښاغلي ټیډیو هم دمارچ په میاشت کې دامریکا کانګریس ته یوه قانوني مسوده هم وړاندې کړې چې پکې د کانګریس څخه غوښتنه شوې چې پاکستان دې د ترهګرو پالونکی هیواد وګرځول شي.

په دغه مسوده کې سناتور ټیډپو دریځ خپل کړی ؤ چې پاکستان د ترهګرو سرپرستي کوي د القاعده مشر اسامه بن لادن ته پناه دوي ورکړې وه، د حقاني نیټ ورک جنګیالي دوي پاللي دي اؤ اوس هغه داسې ډیر ثبوتونه لري چې په ډاګه کوي پاکستان د امریکا سره نه بلکې ترهګرو سره ولاړ دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG