لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران په پارلیمان اؤ د ایت الله خمیني په مزار دداعش بریدونه،۱۲ کسان وژل شوي


دایران میډیا وایي د شورو په ورځ د ایران په پارلیمان ډزو اؤ ددغه هیواد د انقلاب د بنسټګر ایت الله خیمني په مزار ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي اؤ اؤ د ۴۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

خپلسره اسلامي دولت یا داعش ددغو بریدونو پړه په غاړه اخستې ده ده

دراپورونو له مخې ترهګرو لمړی د ایران پارلیمان اؤ بیا د ایت الله خمیني مزار په نخښه کړی دی.

دایران میډیا ویلي د شورو په ورځ یو وسله وال د ایران پارلیمان ته ننوتلو اؤ دغلته یې په پولیسو ډزې پیل کړې.

د وروستیو خبرونو له مخې پر پارلمان باندې برید د درې ساعتو جگړې وروسته د څلورو بریدگرو په وژنه پای ته رسیدلی دی.

دایران د روغتیا وزارت د ایرنا خبري اژانس ته ویلي دي چې په پارلمان دترهګرو ډزو کې لږ تر لږه ٣٥ کسان ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي په پارلیمان ددغو ډزو نه وروستو ترهګرو په جنوبي تهران کې د ایران د انقلاب د بنیاد ایښودونکي ایت الله خمیني په مقبره کې ډزې پیل کړې او دوه تنه یې ټپیان کړل.

راپورونو کې ویل شوي د امنیتي قواو سره له نښتې وروسته یو بریدگر ځانمرگی برید وکړ او بله بریدگره چې ټپي شوې امنیتي قواو نیولې ده.یو ځان وژونکي برید کې د ګڼو کسانو د ژوبل کیدو دعوه شوې ده.

د ایت الله خمیني مزار د ایران دپارلیمان څخه یوازې د شلو کیلو میټرو په واټن پروت دی.

د ایلنا په نوم د ایران یو خبري اژانس وایي په مزار شوي ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی اؤ پنځه نور ژوبل شوي

د داعش خبري رسنۍ اعماق ویلي دي چې دغه حملې د اسلامي دولت ډلې یا داعش کړې دي.

دا دداعش یا خپلسره اسلامي دولت له لورې د ایران په خاوره لمړنی برید دی.

د داعش سني مذهبه ډله په عراق او سوریه کې د ایران د پلوي قواو سره په جگړه بوخت دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG