لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اړیکو تاوژنیدو وروستو په اول ځل اشرف غني اؤ نوازشریف لیده کاته کړي


دپاکستان دپارلیمان غړي وایي حکومت د پوځ د خوښې پرته افغانستان سره د اړیکو ښه کولو وس نه لري
دپاکستان دپارلیمان غړي وایي حکومت د پوځ د خوښې پرته افغانستان سره د اړیکو ښه کولو وس نه لري

د کابل اؤ اسلام اباد ترمینځ دسیوا شوي تاؤ تریخوالي نه وروستو په لمړي ځل دپاکستان وزیراعظم نوازشریف اؤ د افغانستان اولسمشر اشرف غني د شنګهائي د سرمشریزې غونډې په مهال دقزاقستان پلازمینه استانه کې لیدلي.

وزیراعظم نوازشریف میډیا سره خبرو کې د افغانستان اولسمشر سره خپله دغه لیدنه ګټوره بللې ده خو څیړونکي وایي چې په پاکستان کې د طاقتور پوځ له خوښې پرته پارلیمان یا دخلکو منتخب وزیراعظم افغانستان سره د اړیکو په ښه والي کې هیڅ نه شي کولی.

سرچینې وایي دغه لیدنه کې د دواړو هیوادنو مشرانو په هاغو معاملو اؤ علتونو خبرې کړي چې ددواړو هیوادونو ترمینځ د فاصلو سیوا کیدو اؤ خفګانونو سبب شوي دي.

دسرچینو په وینا په دغه لیدنه کې افغان اولسمشر اشرف غني د پولې د سمالښت په نوم په ګډه پوله د پاکستاني پوځیانو په تحرکاتو وزیراعظم نوازشریف د افغانستان د اندیښنو څخه خبر کړی اؤ ورته یې ویلي پاکستان باید داسې ګامونه وانه خلي چې کرکې ورسره سیوا کیدلی شي.

دپاکستان پوځ په دې وروستیو کې د افغانستان سره په لګیدلې خپله پوله ازغن تارونه غځوي اؤ بورجلې جوړوي چې د افغانستان سرحدي ځواکونه دا پخپله خاوره کې مداخله ګڼي اؤ څو ځایه یې د پاکستاني پوځ ددغسې فعالیتونو مخه هم نیولې ده.

پاکستان دریځ لري چې په پوله د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوي دپاره دڅارنې دا نظام ضروري دی خو افغانستان بیا دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ راښکل شوې کرښه د یوې نړیوالې پولې په توګه نه مني اؤ دپاکستاني پوځیانو په پوله تحرکاتو ته خپله خاوره کې دمداخې په ډول ګوري.

سرچینې وایي په دغه لیدنه کې افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني د کابل په وروستیو بمي چاودنو کې د حقاني ډلې د جنګیالو د لاس لرنې موضوع هم وزیراعظم نوازشریف سره راپورته کړې ده.

روانه میاشت په کابل کې پرله پسې بمي چاودنو کې په سلګونو عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوختې وه چې د افغانستان د استخباراتو ملي شبکې این ډي ایس د ترهګرۍ ددغو پیښو پړه دپاکستان په استخباراتي شبکه ایي ایس ایي ور اچولې اؤ ویلي یې دي چې د ترهګرۍ دغه پیښې د حقاني ډلې جنګیالو اؤ طالبانو پاکستان کې پلان کړې وې.

خو پاکستان ددغو تورونو منلو نه انکار کوي اؤ وزیراعظم نوازشریف هم د شنګهائي په ناسته کې اولسمشر غني ته ویلي چې هیواد یې افغانستان کې سوله اؤ امن غواړي اؤ د افغانستان توونه بیخي بې اساسه دي.

سرچینې وایي نوازشریف ددغې لیدنې په مهال افغان اولسمشر اشرف غني ته وریاده کړې چې دپاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله اؤ دهغه جنګیالي اوس هم په افغانستان کې ناست دي اؤ دپاکستان په ضد تحرکات کوي.

د سرچینو په وینا اولسمشر غني نوازشریف ته ویلي چې افغان اؤ ائتلافي ځواکونو تر اوسه په عملیاتو کې دپاکستاني طالبانو دتحریک ګڼ شمیر مشران اؤ جنګیالي نیولي اؤ یا هم وژلي دي اؤ هیڅکله هم افغانستان خپله ځمکه ترهګرو ته د چا خلاف کارول کیدو دپاره نه ورکوي.

هر څو که له دغې لیدنې وروستو میډیا سره لنډو خبرو کې دپاکستان وزیراعظم نوازشریف افغان اولسمشر سره خپل دغه ملاقات ګټور ګرځولی خو دپاکستان اؤ افغانستان دپارلیماني غړو یا پاک - افغان فرینډز شپ نومې تنظیم کوارډینټر اؤ د پښتونخوا میپ سنیټیر اعظم موسی خیل وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو پځایې کولو کې لویې خنډ دپاکستان دبې باورۍ څخه ډکې تګلارې دي.

هغه وویل کله چې هم افغانستان اؤ پاکستان خپلو کې څه ژمنې یا تړونونه وکړي نو دهغې وروستو افغانستان خپلې ژمنې پوره کوي خو پاکستان پخپلو وعدو ولاړ نه پاتې کیږي.

د جون په شپږمه کابل کې د نړۍ د۲۵ؤ هیوادونو اؤ دریوؤ سازمانونو غونډې ته پخپله وینا کې هم افغان اولسمشر اشرف غني په پاکستان تور لګولی ؤ چې په افغانستان یې نااعلانه جګړه تپلې ده خو دجمعې په ورځ دپاکستان میډیا ویلي چې د شنګهایي لیدنه په ښه ماحول کې شوې ده.

د میډیا راپورونه وایي په دغه لیدنه کې نه یوازې د پاکستان وزیراعظم نوازشریف اولسمشر اشرف غني ته ځینې سوغاتونه ورکړي بلکې اشرف غني پخپله تر لفټه ( بریښنايي زینې) د وزیراعظم نوازشریف پریښودو دپاره هغه سره جلب کړی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG