دامریکا صدر ښاغلي ډونلډ ټرمپ په قطر د ترهګرو سره د مرستې تور لګولی اؤ ویلي یې دي چې اوس وخت رارسیدلی چې د سیمې هیوادونه د ترهګرۍ پلوي مفکورې له مینځه یوسي.
هغه د جمعې په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي له بده مرغه په تاریخي توګه قطر په لوړه کچه د ترهګرۍ مرسته کوي اؤ باید دا مرستې نورې ودروي.
خو دصدر ټرمپ ددغه څرګندونو نه لږه شیبه وړاندې د امریکا د باندینو چارو وزیر ریکس ټلرسن د سعودي اؤ نورو خلیجي هیوادونو څخه غوښتي وؤ چې په قطر لګیدلي بندیزونه باید نرم کړي.
هغه ویلي وؤ په قطر د ساحې راتنګولو له امله په سیمه کې د امریکا خوځښتونو اؤ دداعش په ضد جګړه کې خنډان راولاړیږي.
د دوشنبې د ورځې څخه سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، بحرین اؤ مصر فطر سره د خپلو اړیکو شلولو اعلان کړی ؤ .
دغه خلیجي هیوادونه دایران په هکله دقطر په نظر، دمصر داخوان المسلمین اؤ د فلسطین د حماس په څیر ډلو سره د قطر په اړیکو خوشحاله نه دي .
سره له دې چې امریکا په منځني ختیز کې خپله تر ټولو لویه پوځي اده هم په قطر کې لري دامریکا صدر ډونلډ ټرمپ د روانې اوونۍ په پیل کې ویلي وؤ چې په سیمه کې د قطر یوازې پاتې کیدل ښایي عرب هیوادونو ته د هغه د سفر پائیله وي