روس د خالي يا شنبې په ورځ امریکا ته ويلي د واشنګټن دا اقدام د قبلولو نه دی چې په شام کې په دولتي ځواکونو هوايي بریدونه کوي.
د روس دغه بيان په اسد پلوه ځواکونو د امريکايي پوځ د هوايي بريد وروستو راغلی دی، تېره مياشت دا هوايي برید شوی ؤ.
د روس د بهرنو چارو وزارت ويلي د بهرنو چارو وزیر سرګۍ لاروف دا پېغام خپل امریکايي سيال رېکس ټېلرسن ته د شنبې په ورځ په ټيليفون ورکړی دی، ټيليفون امریکايي وزير کړی ؤ.
امريکايي چارواکو تېره میاشت رويټرز خبري ادارې ته ويلي ؤ امریکايي ځواکونو هغه وخت د شام په جنوبي سيمه کې د صدربشارالاسد پلوه ملېشه باندې بمونه غورځولي وو چې کله دويې د امريکې او امريکې ملاتړو جنګيالو دپاره د خطرې سبب جوړ شو.
روس ويلي د امریکې دا اقدام د شخړې د سياسي حل په لار کې خنډ جوړېدی شي او دا برید د شام د خپلواکۍ سرغړونه وه، شام په منځني ختيځ کې د روس نزدې اتحادي دی.
د روس د بهرنو چارو وزارت ويلي، سرګۍ لاروف د شام پلوي ځواکونو باندې د امريکا د بريد اصولي اختلاف کړی او په راتلونکې کې يې د داسې پېښو د مخې نيولو دپاره د اقداماتو کولو ويلي دي.
دواړو وزيرانو د شام د وضعيت په اړه يو بل سره خپلې خبرې شريکې کړي او تاييد يې کړی چې د دغه شخړې د هواري دپاره به يو بل سره مرسته کوي.
د وزارت بيان کې وېل شوي لاروف او ټېلرسن د قطر او نور عربي هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د خبرو د لارې هوارولو په اړه خبرې اترې کړي دي.