لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې نامالومه وسله والو درې پولیس وژلي


د کړکېچ سره مخ بلوچستان صوبه د تېرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ ښکار پاتې شوې ده.
د کړکېچ سره مخ بلوچستان صوبه د تېرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ ښکار پاتې شوې ده.

د پاکستان بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کې د نامالوم وسله والو په ډزو کې درې پولیس وژل شوي.

د پوليس په وېنا دغه پېښه د کوټه په سرياب روډ باندې د چکي شاواني په علاقه کې رامنځته شوې ده.

په موټر سائيکل سواره وسله وال راغلي د پوليس په پوسته يې ډزې کړي او د موقعې نه په تېښته کې بريالي شوي دي.

د ډزو په پايله کې يوه پوليس په ځای وژل شوی او بل په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی. چارواکو ويلي پېښه هدفي وژنه ښکاري.

د پېښې زمه واري لا چا نه ده منلې.

سرياب روډ د کوټې حساسه سیمه ګڼل کیږي او دلته له دې وړاندې هم امنيتي ځواکونه په هدف شوي دي.

د کړکېچ سره مخ بلوچستان صوبه د تېرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ ښکار پاتې شوې ده.

چارواکي وايي په صوبه کې د امنيتي ګامونه پورته کولو سره وضع ښه شوې ولې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG