لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش وسله والو د تورې بورې په سمڅو قبضه کړې ده


Photos Of The Decade Afghanistan
Photos Of The Decade Afghanistan

سیمه ییز مقامات وايي چې داعش وسله والو تېره شپه د پچراګام ولسوالۍ د تورې بوړې ستراتېژيکه سیمه نیولې او د دغې ولسوالۍ د مرکز پر خوا یې جګړه پیل کړې ده.

یوه حکومتي سرچینه چې خپل نوم نه ښیي امریکا غږ ته وویل چې داعش وسله والو تېره شپه له سیمه ییزو خلکو او وسله والو طالبانو سره سخته جګړه وکړه او په پایله کې یې ددغې ولسوالۍ د تورې بوړې سمڅو ته ځانونه ورسول.

دغه منبع زیاتوي چې وسله وال طالبان یې له سیمې تېښتې ته اړ کړي او په دغو نښتو کې د دواړو غاړو څخه لسګونه کسان وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې ده چې د تورې بوړې تر نیولو وروسته داعش وسله والو د ولسوالۍ پر خوا حرکت پیل کړی او له حکومتي ځواکونو سره په جګړه اوښتي دي.

تر دې وړاندې ځايي چارواکو له حکومت څخه ددغې جګړې د مهار کولو لپاره مرسته غوښتې وه،خو حکومت لازم اقدامات ونه کړل.

په سیمه کې د محلي پولیسو یو قوماندان شریف الله امریکا غږ ته وویل چې له تورې بوړې څخه تر دوه زره کورنۍ راکډه شوي دي.

ښاغلي شریف الله وویل:" وروره، بیګا ښځو او ماشومانو په نیمه شپه ژړل او یبله پښې یې له تورې بوړې څخه رامنډې وهلې، اوس هم دغه دی زه ګورم چې تر شلو ښځې او ماشومان رامنډې وهي او تښتي، بس ظلم دی، ظلم".

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي په پچیراګام ولسوالۍ کې وضعیت د اندښنې وړ دی، خو په دې اړه نور معلومات نه ورکوي.

سیمه ییزو خلکو امریکا غږ ته ویلي چې له وړاندې یې له حکومت څخه مرسته غوښتې وه، خو حکومت د ځايي خلکو ملاتړ ونه کړ، ځکه خو پایله یې د داعش له خوا د تورې بوړې نیول شول.

توره بوړه یوه ستراتېژیکه سیمه ده چې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل پر مهال د پخوانیو مجاهدینو د مولوي محمد یونس خالص ډلې پکې لویې سمڅې او پناه ګاوې جوړې کړې وې.

پر افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د برید لږ وروسته د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم تورې بوړې ته پناه یوړه او په دغه غرنۍ سیمه کې د څو میاشتو اوسیدلو وروسته له همدغې سیمې پاکستان ته لاړ.

( له اشنا راډیو څخه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG