لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي پاکستان سره پخپلو اړیکو اؤ مرستو بیا له سره کتنه کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، رېکس ټېلرسن ویلي چې واشنګټن له اسلام آباد سره پر خپلو مرستو بیا کتنه کوي.

ښاغلي ټېلرسن چې د چهارشنبې په ورځ [جون ۱۴] یې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې په یوې استعماعیه غونډې کې خبرې کولې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې ډیرې پیچلي وبللې.

ټېلرسن وویل چې هېواد یې له پاکستان سره په خپلو اړیکو او مرستو کې بیا غور کوي.

پاکستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې له امریکا څخه ډیرې مرستې اخلي. د امریکا د ۲۰۱۷ کال په بودیجې کې پاکستان ته ۷۴۲ میلیون ډالر ځانکړي شوي دي.

په غونډه کې د امریکا د کانګرس غړو د پاکستان پر تګلارو کلکې نیوکې وکړې.

د کانګرس جمهوریت غوښتونکي غړي، دانا رورابکر وویل چې پاکستان له ډیرې مودې راپدې خوا له امریکا سره دوه ګونی چلند کوي.

ښاغلي رورابکر پاکستان د ترهګرۍ اصلي ځاله وبلله، ویې ویل: "که امریکا او ملګري یې په افغانستان کې نه کامیابه کیږي، لامل یې د هغه هېواد [پاکستان] د آی اېس آی اداره ده."

امريکايي مقاماتو ویلي چې له پاکستان سره په اړیکو کې به د افغانستان ثبات په پام کې ونیسي.

واشنګټن کې ځینې سیاستوال او د کانګرس غړي پاکستان له ترهګرو په خاصه توګه د حقاني شبکې څخه په ملاتړ تورنوي. پاکستان دغه ډول تورونه تل رد کړي دي.

( له اشنا راډیو څخه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG