لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:دشیعه مسلمانانو په جومات دداعش ځانمرګي برید


په دشت برچي سیمه کې د شیعه مسلمانو په الزهرا نومې جومات د نمونځ په مهال شوی دی
په دشت برچي سیمه کې د شیعه مسلمانو په الزهرا نومې جومات د نمونځ په مهال شوی دی

دافغانستان پلازمینه کابل کې د شیعه مسلمانانو په یو جومات ځانمرګي برید کې ګڼ شمیر نمونځ کوونکي وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دغه چاودنه په داسې حال کې شوې چې دافغانستان اولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ته ویلي د کابل وروستۍ چاودنې د افغانستان د خلکو صبر نور تمام کړی اؤ باید نړۍ افغانستان کې د تروریزم مخه ونیسي.
تندروه ډلې داعش ددغه برید پړه په غاړه اخستې ده اؤ طالبانو ورڅخه د لاتعلقۍ څرګندونه کړې ده.
راپورونه وایي دغه برید دزیارت په ماسخوتن د کابل په دشت برچي سیمه کې د شیعه مسلمانو په الزهرا نومې جومات د نمونځ په مهال شوی دی.
دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي نجیب دانش په ټوئټر لیکلي ځان وژونکي غوښتل ځان پسې تړلي بارود د نمونځ ګزارو په منځ کې وچوي خو پولیسو وپیژندو اؤ مخه یې ورله ونیوله.

ازادې سرچینې وایي د ځان وژونکو شمیره درې وه چې دوؤ پکې ځان الوځولی اؤ یو دپولیسو په ډزو وژل شوی .

دکورنیو چارو د وزارت ویاند دغه پیښې نه سمدستي وروستو ویلي وؤ چاودنه کې ددوو پولیسو په ګډون ګڼ شمیر نمونځ ګزار ژوبل شوي دي.

خو دسیمې څخه عام اولس په ټولنیزو رسنیو لیکلي چې د چاودنو ترڅنګ په جومات کې درنې ډزې هم شوي دي اؤ د مړو اؤ ژوبلو کسانو کره شمیره لا نه معلومیږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو مشر وحید مجروح امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه دوه مړي او شپږ زخمیان شفاخانې ته انتقال کړل شوي دي.​

د کابل د امنيه قومندانۍ د جنايي څېړنو مشر سالم الماس د پېښې د پخلي تر څنګ ويلي، چاودنه داسې مهال شوې چې ګڼ شمېر کسان د لمانځه لپاره په جومات کې راټول شوي و.
ځینې ناتایده راپورونه په دغه پیښه کې د مړو شمیر د۱۰ؤ څخه زیات ښایي اؤ وایي ګڼ شمیر کسان ژوبل شوي هم دي.
عیني شاهدانو ویلي دغه چاودنه په داسې حال کې شوې چې په الزهرا جومات کې نمونځ ګزارو د نمونځ ترڅنګ اعتکاف ته د کښیناستو تیارۍ هم کولې.
ناتائیده راپورونه وایي ددغه ځان وژونکي برید خپلسره اسلامي دولت یا داعش په غاړه اخستی خو تر دې مهاله نور جذئیات مخې ته نه دي راغلي.

له دې وړاندې په ۳۱مئ دکابل وزیر اکبرخان سیمه کې د بارودو څخه د یو ډک ټانکر په چاودنه کې ۱۵۰ؤ څخه زیات کسان وژل شوي اؤ خواوشا۴۵۰ نور ژوبل شوي وؤ.

دافغانستان ملي استخباراتي ادارې این ډي ایس ددغې پيښې پړه دپاکستان په استخباراتي شبکه ایي ایس ایي ور اړولې وه.

د چارشنبې په ورځ د افغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني پلازمینه کابل کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي سره لیدنه کې ویلي وؤ چې د کابل وروستۍ پیښې د افغانستان د خلکو زغم پایې ته رسولی دی.

هغه ویلي وؤ چې ترهګري د سیمې اؤ نړۍ دپاره ګډ ګواښ دی نو ځکه یې باید مخه هم په ګډه ونیول شي.

دتیرې څه مودې راهسې افغانستان کې دامنیت وضعه په چټکتیا سره خرابیږي اؤ افغان اولسمشر وایي چې په دغه هیواد کې ۲۲ ترهګرې ډلې دا مهال ترهګریز فعالیتونه کوي.

د امریکا ددفاع وزیر جم میټس هم اوړمه ورځ امریکایي کانګریس ته ویلي وؤ‌ چې امریکه افغانستان کې په روانه جګړه کې په ګټه نه ده روانه.

سپینې ماڼۍ افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې دبریالیتوب ترلاسه کولو په موخه افغانستان ته د نورو ځواکونو د لیږلو واک پینټاګان ته ورکړی چې له هغې وروستو پینټاګان اعلان کړی افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو واک نور هم سیوا کولی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG