د افعانستان د خصوصي ځواکونو يو غړي د خالي يا شنبې په ورځ شمالي افغانستان کې د روزنې په مهال په امریکايي سرتېرو ډزې کړي يو افغان عسکر يې وژلی او اووه امریکايي سرتيري يې ژوبل کړي دي.
د نېټو د قاطع ملاتړ ماموریت ويلي په ژوبلو کې افغان سرتيري هم شامل دي.
دغه برید په مزارشريف کې د افغان ملي اردو په شاهين کېمپ کې شوی دی. امریکايي سرتيرو برید کوونکی وژلی او ژوبل امريکايي عسکر د درملنې دپاره منتقل کړی شوي دي.
طالبانو د برید کوونکي سره تړاؤ نه دی څرګند کړی خو ستايلی دی او ويلي يې دي د هيرو په توګه به يې ياد ساتي.
د جون په ۱۰ م نېټه په ننګرهار کې دغه ډول بريد کې يو افغان کمانډو درې امریکايي سرتيري وژلي وو.
طالبانو ويلي ؤ دغه برید يې يو غړي کړی څوک چې په افغان پوځ کې شامل شوی ؤ.
مزارشریف کې د ډزو پېښه په هغه پوځي مرکز کې رامنځته شوې چرته چې د اپرېل په میاشت کې د طالبانو په برید کې د ۱۵۰ نه زيات سرتيري وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي وو.
يو نړيوال سفارتکار ويلي د دويې په فکر په ننګرهار کې د لسم جون برید ته په هلمند ولايت کې د امریکايي پوځ د لاسه د دوه افغان پولیسو سره د وژنې د پېښې تړلې ده، امریکا په دغه پېښه بخښنه غوښتې وه.
هلمند د افغانستان تر ټولو غټ ولايت دی او زياته برخه يې د طالبانو په لاس کې ده.
هلمند ته د افغان ځواکونو د ملاتړ دپاره د اپرېل په میاشت کې ۳۰۰ امریکايي مېرين سرتيري لېږل شوي وو.
وسله والو په افغانستان کې د پسرلني عملياتو پېل کولو وروستو وسله وال عمليات پراخه کړي او يو شمېر افغان امنيتي سرتيري يې هم وژلي دي.
په وروستيو اوونو کې کابل کې ځانمرګي بريدونه هم شوي او په لويه شمېره کې پکې ملکي وګړي وژل شوي دي.