وسله والو طالبانو ختيځ افغانستان کې د پکتيا ولايت د پوليس په مرکز باندې برید کړی د پينځه ؤ نه زيات يې وژلي او لږ ترلږه ۲۰ يې نور ژوبل کړي دي.
ګرديز د پکتيا ولايت مرکز دی او وسله والو پرې نن د يکشنبې په سهار برید کړی او ځانمرګي د بارودو ډک ګاډی د مرکز د دروازې په خله کې الوزولی دی.
د کورنو چارو د وزارت وياند نجيب دانش ويلي چاؤدنې وسله والو ته دننه مرکز ته د تلو لاره جوړه کړې ده.
چارواکو ويلي د بريد وروستو د وسله والو سره د افغان ځواکونو پېل شوې جګړه لا روانه ده.
د طالبانو وياند د بريد زمه واري قبوله کړې او ويلي يې دي افغان ځواکونو ته يې په غټه کچه مرګ ژوبله اړولې ده.