لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"دپوځ پاکستان سره خبرې وکړو،که دخلکو هغې سره؟"


اعزاز احمد چوهدري زیاته کړه چې چین امریکا او پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي ځکه چې دا د هغوي په گټه ده
اعزاز احمد چوهدري زیاته کړه چې چین امریکا او پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي ځکه چې دا د هغوي په گټه ده

د پاکستان او افغانستان سفیرانو پرون د دوشنبې په ورځ ( جون ١٩ ) په واشنگټن ډي سي کې د کارنیگي په څیړنیز مرکز کې د دواړو ملکونو د اړیکو په موضوع بحث وکړ.

د افغانستان سفیر حمدالله محب په دغې غونډې کې په پاکستان هغه تورونه تکرار کړل چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم په تیره کې په پاکستان لگولې دي.

سفیر محب په دغې غونډې کې په خپلې وینا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري ته وویل لکه څنگه چې څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني هم ویلي دي پاکستان د افغانستان په ضد نااعلان شوې جنگ شروع کړیدی او وی ویل دوي نه پوهیږی چې د پاکستان هدف څه دی.

د پاکستان سفیر چوهدري د افغان سفیر محب د خبرو په ځواب کې وویل چې په پاکستان کې د سولې لپاره دا ضرورې ده چې په افغانستان کې هم امن وي. هغه وویل چې افغانستان او پاکستان دواړه د سولې لپاره همکارۍ او خبرو ته ضرورت لري.

ښاغلي محب د چوهدرې د دغې وړاندیز په ځواب کې وویل چې د کوم پاکستان سره خبرې وکړو، د هغه سره چې پوځ یې چلوي او که هغه چې خلک یې استازیتوب کوي.

محب زیاته کړه چې د پاکستان حکومت واک نلري. هغه وویل "مونږ غواړو چې د پاکستان سره کومک وکړو او ملکیان یې د پوځ نه قدرت بیرته واخلي."

د پاکستان سفیر اعزاز احمد بیا د افغانستان حکومت پدی تورن کړ چې د افغانستان د هرې مسلې مسول پاکستان گڼي. هغه وویل "نن چې په افغانستان کې څه هم مسئلې دې نو تاسو دا گڼئ چې د دی مسول پاکستان دی. دا دومره ساده نه ده. تاسو د خپلو خرابیو د پټولو لپاره د هر څه تور په پاکستان لگوئ."

د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري زیاته کړه چې چین امریکا او پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي ځکه چې دا د هغوي په گټه ده.

سفیر محب وویل چې مونږ به هغه وخت دا ومنو چې پاکستان سوله غواړي چې په پاکستان کې د ترهگرو پناځایونه ختم شي.

محب وویل چې پاکستان د اسلام په نوم جوړ شویدی خو د اسلام نوم بدوي.

ښاغلي اعزاز احمد وویل چې "راشئ او وگورئ چې مونږ د دغې سیمې (قبایلي سیمې) نه ترهگر ختم کړي دي او کنه. مونږ ټولو ته بلنه ورکوو چې راشئ او په خپله یې وگورئ." خو هغه وویل چې افغانستان باید دا ومني چې پاکستان په خپلو ژمنو کې ریښتونې دی او هم دغه یې یواځینی حل دی. هغه زیاته کړه

"د مسلې حل دا نه دې چې افغانستان دی په مونږ په پرله پسې توگه الزامونه ولگوي خو حل یې دا دی چی لاس یو کړو او د ترهگرو په ضد یو ځاې کار وکړو."

د ډیورنډ د کرښې امنیت

په دغې مباحثی کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د گډ سرحد په امنیت هم خبرې وشوی.

په دغې غونډې کې د پاکستان سفیر چوهدري د یو گډونکونکي د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دواړو ملکونو کې د سولې لپاره دا ضروري ده چې د سرحد امنیت ټینگ شي. هغه وویل پاکستان په تیرو دوو کلونو کې د تگ راتگ د انتظام د سمولو لپاره کوښښونه کړیدي.

چوهدري وویل چې پخوا به په دغه سرحد هره ورځ ٨٠،٠٠٠ کسانو تگ راتگ کاوه او اوس د پاکستان د کوښښونو په وجې هر هغه کس چې د سرحد نه تیریږي، هغه باید د سفر اسناد ولري. پاکستان او افغانستان یو ځای دا کولی شي چې دغه مسله حل کړي.

د پاکستان د سفیر د سرحد د امنیت په مسلې د څرگندونو په ځواب کې سفیر محب وویل چې پاکستان به ترهگرو ته د پاسپورټونه ورکول بند کړي؟ هغه وویل چې پاکستان طالبانو ته پاسپورټونو ورکوي.

محب په پاکستان کې د اسامه بن لادن او ملا منصور د موجودیت یادونه وکړه.

د پاکستاني سفیر د پاکستان د احسانونو یادونه

د پاکستان سفیر په افغانانو د خپل احسانونو یادونه وکړه او وی ویل چې د شوروي اتحاد سره د جهاد په وخت کې مونږ په ملیونو افغانانو ته پناه ورکړه او درې ملیونه تر اوسه پوری هلته و.

محب د دغې په ځواب کې ویل مونږ منو چې پاکستان ښه کړیدي خو اوس دغه ښه تاسو زمونږ ته بیا بیا نشئ یادولی او د دغې ښېگړې په بدل کې مونږ تاسو ته په خپل ملک کې د ترهگرۍ اجازه نشو درکولی.

د پاکستان د پوځ په هکله د هغه ملک سفیر د افغان سفیر محب د نیوکو په ځواب کې وویل چې دا بیخې پارونکي څرگندوني دي او د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله ده نو ځکه هغه ورته ځواب نه ورکوې.

(د اشنا راډیو په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG