لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بګرام: وسله وال بريد کې اته ملکي وګړي وژل شوي


د بګرام په هوایي ډګر کې په زرګونو امریکایي سرتیري شتون لري.
د بګرام په هوایي ډګر کې په زرګونو امریکایي سرتیري شتون لري.

د افغانستان د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې نامالومو وسله والو تېره شپه د بګرام په هوایي ډګر کې کار کوونکي اته افغان ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

د بګرام چارواکو ويلي دا پېښه تېره شپه نزدې لس بجې په شاکا سيمه کې رامنځته شوې او چارواکو پېښه کې د اته تنو ملکي وګړو د وژنې او دوه نورو د ژوبلېدو پخلی کړی دی.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وایس اف امريکا سره په خبرو پېښه او وژنې تائيدکړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه د دې برید زمه واري منلې او ادعا یې کړې چې وژل شوې وګړي کارګران نه وو بلکې هغه ادعا کړې چې دويې د امریکایانوجاسوسان وو.

خو د پروان چارواکو ويلي وژل شوي تنان د يوې بهر ملکي کمپنۍ کارکوونکي او په بګرام هوايي ډګر کې يې کار کولو.

له دې وړاندې هم د بګرام په هوایي ډګر کې کارکوونکی افغان ملکي وګړي په نخښه شوي خو چارواکو ويلي دغه وژنې د شخصي دښمنو په پايلو کې رامنځته شوي دي.

د بګرام چارواکي وايي دا وړومبی ځل دی چې په يو بريد کې په يو ځای اته تنه وژل شوي دي.

چارواکو ويلي يوه بله پېښه کې د بګرام په ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدګر خپل هدف ته د رسیدلو وړاندې امنیتي کارکوونکو نیولی دی.

پولیسو ویلي چې دا ځانمرګی ۱۶ کلن دی او د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

د بګرام چارواکو نږدې شل ورځې وړاندې هم ويلي چې دوه ځانمرګي يې نيولي او د هغويې تعلق يې د پاکستان سره ښودلی وو.

چارواکو ويلي دويې بهرني ځواکونه په هدف کول خو د هغې وړاندې ونيول شو، چارواکو ويلي دوه نور ځانمرګي ترې په تېښته کې بريالي شوي وو.

د بګرام په هوایي ډګر کې په زرګونو امریکایي سرتیري شتون لري او دا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو غټه هوايي اډه ده.

د تېر کال پورې د بګرام په هوايي ډګر کې په لسګونو افغانانو کار کولو خو د هوايي ډګر په دروازه د ځانمرګي بريد وروستو دغه شمېره کمه کړی شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG