لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اعزازچوهدري:افغانستان بې ثبوته تورونو ته لاس اچولی


دپاکستان سفیر وویل یوازې په تورونو لګولو ستونزې نه هواریږي بلکې دواړو هیوادونو ته پکار ده چې خپلو کې د باور فضاء رامینځته کړي
دپاکستان سفیر وویل یوازې په تورونو لګولو ستونزې نه هواریږي بلکې دواړو هیوادونو ته پکار ده چې خپلو کې د باور فضاء رامینځته کړي

د کابل له لوري په پاکستان افغانستان کې د لاس وهنو د تورونو سیوا کیدو وروستو په امریکا کې د پاکستان سفیر ښاغلي اعزاز چوهدري ویلي افغانستان بې ثبوته تورونو ته لاس اچولی چې په دې کله هم ستونزې نه هواریږي.

کابل د تیرې یوې لسیزې راهسې پرله پسې تورونه لګوي چې هیواد ته یې ترهګر د اسلام اباد لخوا ورلیږل کیږي اؤ دغلته په امنیتي ځواکونو، دولتي ودانیو اؤ عامو خلکو بریدونه کوي.

خو پاکستان دغو تورونو منلو ته تیار نه دی اؤ دعوې کوي چې افغانستان کې امن غواړي.

امریکا کې د پاکستان سفیر ښاغلي اعزارچوهدري امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي “په ګاونډي هیواد افغانستان کې سوله اؤ قراري پخپله دپاکستان په ګټه ده نو بیا به پاکستان ولې غواړي چې افغانستان کې دې حالات ښه نه شي؟”

کله چې هغه نه وپوښتل شول افغان چارواکي تور لګوي چې ستاسې له خاورې ترهګر ورځي نو وئ ویل “دا بیخي سمه نه ده بلکې پاکستان خو پخپله د افغانستان څخه هم دا ګیله لري اؤ افغانستان باید پخپله خاوره د ترهګرو مخه ونیسي.”

دپاکستان سفیر وویل یوازې په تورونو لګولو ستونزې نه هواریږي بلکې دواړو هیوادونو ته پکار ده چې خپلو کې د باور فضاء رامینځته کړي اؤ په ګډه د ترهګرو جرړې وباسي

هغه دعوه وکړه چې دپاکستان پوځ په ټول هیواد اؤ سرحدي سیمو کې دترهګرۍ په ضد کوټلي ګامونه اخستي اؤ ټوله نړۍ دپاکستان دغه هڅې مني.

خو واشنګټن، کابل اؤ نوی ډیلی دښاغلي چوهدري ددغو دعوؤ برعکس پاکستان د ترهګرو په پالنه توروي اؤ وایي هم ددغه هیواد استخباراتي شبکه ایي ایس ایي د جنګیالو سرپرستي کوي.

په کابل کې تیره میاشت د شوؤ خونړو بریدونو نه وروستو چې پکې په سوونو کسان مړه اؤ ژوبل شوي وؤ دافغانستان د استخباراتو ملي ادارې این ډي ایس تور لګولی ؤ چې دغه بریدونه پاکستان کې د ایي ایس ایي په مرسته پلان شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG