لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د موصل تاريخي جومات النوري الوزولی دی


د موصل د عملياتو مشري کوونکي عراقي جنرال عبدالامير يارالله د جومات ورانول تاريخي جرم بللی، په داعش يې د دغه کار تور لګولی دی.
د موصل د عملياتو مشري کوونکي عراقي جنرال عبدالامير يارالله د جومات ورانول تاريخي جرم بللی، په داعش يې د دغه کار تور لګولی دی.

د عراقي او امریکايي کمانډرانو په وېنا د داعش تُندلارو د چهارشنبې په ورځ د موصل غټ جومات النوري په الوزولی دی، النوري جومات د عراق په زړو ممهو ودانو او مذهبي نخښو څخه يو ؤ.

چارواکو ويلي دا کار هغه وخت شوی چې امنيتي ځواکونه دغه تاريخ ځای ته نزدې شوي دي.

داعش د اتحادي ځواکونو تور لګولی چې د جنګي الوتکو د لارې دغه جومات په نخښه کړی دی.

د داعش مشر بغدادي په ٢٠١۴ کال کې د جولایي په ۴ نیټه په عراق او شام کې د ځینوعلاقو د نیولو نه وروسته د النوری د جومات نه د خپلسره خلافت اعلان کړی ؤ.

د ٢٠١۴ کال د جون د میاشتې راهیسې په دغه جومات باندې د داعش تور بیرغ پورته شوی ؤ.

بغدادي د دغه جومات په وړومبي ځل ويډيوي بيان کړی او هم دغه د هغه وړومبۍ او يواځينۍ ويډيو ده.

تېره اوونۍ د امریکا په ملاتړ عراقي ځواکونه د عراق دوېم غټ ښار موصل چې د داعش په لاس کې وروستی پاتې ځای دی ته نزدې شوي، او دويې هيله څرګنده کړې چې د وړوکي اختر پورې دغه جومات بيرته واخلي، عراق کې په ۲۵ يا ۲۶ جون باندې اختر دی.

د موصل د عملياتو مشري کوونکي عراقي جنرال عبدالامير يارالله د جومات ورانول تاريخي جرم بللی، په داعش يې د دغه کار تور لګولی دی.

امریکايي پوځي چارواکو د خپل عراقي سیال سره په ګډه د ۱۲م صدۍ د تاريخي جومات او الهبدا منارې تباه کولو د داعش تور رد کړی دی.

په عراق کې د امریکا لوړ پوړي جنرال جوزف مارټن ويلي، "چې څنګه همکار عراقي ځواکونو النوري جومات ته نزدې شو داعش د موصل او عراق دغه غټه خزانه تباه کړه".

د ټولنیزو اړيکو په وېب پاڼو په جومات د چاؤدنې خپرو شوؤ ويډيو کې ښکاري چې چاؤدنه په ځمکه شوې په ودانۍ د شېل يا ميزايل بريد نخښې نه ښکاري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG