لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کلبهوشن د پوځ سرلښکر نه د رحم غوښتنه کړې  


د پاکستان پوځ د کلبهوشن ويډيو خبريالانو ته ښکاره کوي،
د پاکستان پوځ د کلبهوشن ويډيو خبريالانو ته ښکاره کوي،

د پاکستان پوځ د پنجشنبې يا زيارت په ورځ ويلي چې د دويې په بند کې هندي جاسوس کلبهوشن يادېو د پوځ سرلښکر جنرل قمرجاوېد باجوه ته د رحم خواست کړی دی.

پوځ ويلي هندي جاسوس په پاکستان کې جاسوسي او د ترهه ګرۍ کارروايۍ منلي دي او هغه په دغو پېښو کې په اوختي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه کړې ده.

دا چې په دې خواست به کله فېصله کېږي، په دې اړه لا هم څه نه دي ويل شوي.

تېره مياشت د انصاف نړيوال عدالت په خپله يوه وقتي پرېکړه کې ويلي وو چې څور پورې نړيوال عدالت کومه ختمي فېصله نه وي اورلي پاکستان دې د کلبهوشن د مرګ سزا نه عملي کوي.

نړيوال عدالت ته پاکستان دا باور ورکړی وو چې د قانون ترمخه به کلبهوشن ته ټولې موقعې ورکول کېږي.

هند په نړيوال عدالت کې دا دريځ خپل کړی ؤ چې کلبهوشن د خپلې نوکرۍ پوره کولو (يعنې ريټاير کېدلو) وروستو په ايران کې کاروبار کولو، د چرته نه چې پاکستان تښتولی دی.

خو بل اړخ ته پاکستان د هند دا ادعا رد کړې او ويل شوي چې د ۲۰۱۶م د مارچ په درېمه نېټه د استخباراتي معلوماتو په اساس يې کاروايي کړې وه چې پکې هندي وګړی کلبهوشن يادېو د بلوچستان نه نيول شوی ؤ.

د پاکستان د پوځ په وېنا کلبهوشن د هند د استخباراتي ادارې ‘را‘ استازی او د هند د سمندري ځواک غړی دی.

که څه هم هند دا منلې ده چې کلبهوشن د هند د سمندري ځواک پخوانی افسر دی، خو دا ادعا ردوي چې د کلبهوشن تعلق د استخباراتي ادارې ‘را‘ سره دی.

په پاکستان کې د نيول کېدو وروستو د کلبهوشن پرضد د پوځ اېکټ د سېوري لاندې ‘فيلډ جنرل کورټ مارشل‘ يعنې پوځي عدالت کې مقدمه کړی شوې وه او د ۲۰۱۷م د اپرېل په مياشت کې هغه ته د مرګ سزا اورول شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG