لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمزدورۍ د۴۰روپو په غوښتو په عیسايي وګړي دمذهب دسپکاوي مقدمه


دې وړاندې هم داقلیتي فرقو سره تعلق لرونکي ګڼ شمیر کسان دشخصي زړه بداوي په اساس دمذهب د سپکاوي د تورونو ښکار شوي.
دې وړاندې هم داقلیتي فرقو سره تعلق لرونکي ګڼ شمیر کسان دشخصي زړه بداوي په اساس دمذهب د سپکاوي د تورونو ښکار شوي.

پولیس وایي دپاکستان دپنجاب ایالت په سرښار لاهور کې یې یو مسیجي وګړي د مذهب د سپکاوي په تور نیولی اؤ د هغه په ضد یې مقدمه درج کړې ده.

دپیښې عیني شاهدانو ویلي نیول عیسایي یا مسیحي وګړی یو غریب خواریکښ دی چې دخپلې مزدورۍ د څلویښتو روپو په غوښتلو پرې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی.

په پاکستان کې له دې وړاندې هم داقلیتي فرقو سره تعلق لرونکي ګڼ شمیر کسان دشخصي زړه بداوي په اساس دمذهب د سپکاوي د تورونو ښکار شوي.

تردې مهاله ګڼ اقلیتي وګړي د مذهب د سپکاوي په تورونو یا خو قهریدلو خلکو پخپله وژلي اؤ یاهم بیا دقانوني سزاګانو سره مخ شوي دي.

دجمعې په ورځ د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپله ویب پاڼه خپور کړي یو راپور کې ویلي د اشفاق مسیح په نوم دغه خواریکښ تن دلاهورګرین ټاؤن د مریم کالونۍ څخه پولیسو نیولی.

دبشري حقونو فعال نیپولین قیوم ددغه پيښې په هکله ویلي چې اشفاق مسیح د سائیکلونو مستري دی اؤ هغه د سیمې د یو اوسیدونکي هم اشفاق سائیکل جوړ کړی ؤ چې په هغې ترې دخپلې مزدورۍ د څلویښتو روپو غوښتنه کوله .

دبشري حقونو دغه فعال ویلي د محمد اشفاق په نوم دغه تن دسائیکلو جوړونکي‌ عیسايي وګړي ته وویل چې څلویښتو روپو کې ورته باید څه روپۍ کمې کړي چې په دې د دواړو جوړ شو.

خو هغه وایي کله چې دغه شر ته نور خلک هم راغونډ شول نو دهغوئ څخه څو نامعلومو کسانو په اشفاق مسیح د مذهب د سپکاوي تور ولګولو.

نیپولین ویلي کله چې شر ښه تود شو نو سیمې ته پولیس راغوښتی شول اؤ هغوئ اشفاق مسیح ونیولو.

د لاهور د ګرین ټاؤن تاڼې د پولیسو مشر یا ایس ایچ او وسیم اختر پخلی کړی چې د اشفاق مسیح په ضد یې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې ده.

دپاکستان په قانون کې د مذهب د سپکاوي سزا مرګ ټاکل شوی.

د روانې میاشتې په دوهمه نیټه هم دپنجاب په مظفرګړهـ سیمه کې یوې ځایي محکمې د مذهب دسپکاوي په تور نعمان چانډیا نومې یو تن ته د مرګ سزا اورولې وه اؤ له هغې یوه اوونۍ وړاندې همدغه دغه سیمه کې د یو سرکاري سکول استاد پولیسو د مذهب د سپکاوي په تور نیولی ؤ.

پاکستان او په ځانګړې توګه ددغه هيواد پنجاب صوبه کې اکثره مهال خلک دمذهب دسپکاوي په تور تورنولى شي او وروستو ورته عدالتونه دتندروه ډلو ددړکو له ويرې دمرګ سزاګانې اوروي.

دبشري حقونو نړيوالې ډلې دپاکستان د حکومت څخه دمذهب دسپکاوي موجوده قانون کې دبدلون غوښتنې کوي خو څیړونکي وایي چې په دغه هیواد کې د موجودو تندلارو له ویرې پارلیمان په دغه قانون کې د بدلون ګام نه شي اخستی.

له دې وړاندې د اپریل په ۱۳مه نیټه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالیزم د څانګې یو محصل مشال خان د مذهب د سپکاوي په تورونو قهریدلو طالبعلمانو وژلی ؤ چې د پلټنو څخه وروستو ثابته شوه مشال خان د مذهب هیڅ سپکاوی نه ؤ کړی.

دپنجاب پخوانى ګورنر سلمان تاثير هم خپل يو ساتونکي ممتاز قادري کال ۲۰۱۱م کې دمذهب دسپکاوي قانون کې دبدلون په غوښتنه وژلى و.

له دې وړاندې دپنجاب دلاهور په رادهاکشن سيمه کې يوه عيسايي ښځه او خاوند دمذهب دسپکاوي په تور دخښتو په هاغه بهټۍ کې سوځول شوي وو چې هغوي به پکې کار کولو او داقليتي چارو پخوانى وفاقي وزير شهباز بهټي هم دمذهب دسپکاوي په تور وژل شوى و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG