لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرب هېوادونو د قطر نه ۱۳ غوښتنې کړي


د قطر خارجه وزير د الجزيزه بندولو ترڅنګ د ځينو نورو غوښتنو په اړوند په تېر وخت کې ويلي داسې غوښتنې به کله پوره نشي.
د قطر خارجه وزير د الجزيزه بندولو ترڅنګ د ځينو نورو غوښتنو په اړوند په تېر وخت کې ويلي داسې غوښتنې به کله پوره نشي.

سعودي عرب او اتحادي خليجي ملکونو يې قطر ته خپلې غوښتني وړاندې کړي چې پکې قطر ته د الجزيره چېنل بندولو او ايران سره اړیکو قطع کولو غوښتنې شامل دي.

۱۳ غوښتنې د زیارت په ورځ د کويت د لارې قطر ته ورکړی شوي دي،کويت د قطر او نورو خليجي هېوادونو ترمنځ د مينځګړي رول لوبوي.

په غوښتنو کې د عرب نړۍ تر ټولو غټ اسلامي تحريک اخوان المسلمون سره ټولې اړيکې ختمول اود قطر نه د ترکي د پوځي اډو ختمول هم شامل دي.

اېسوسي اېټډ پرېس ویلی عربۍ ژبه کې ليک دا غوښتنې په کړکېچ کې شامل د يو ملک چارواکو ورکړي دي.

سعودي، عرب، متحده عرب امارتو او بحرېن د روانې میاشتې په سر کې په قطر د ترهګرو د ملاتړ کولو تور لګولی او سفارتي اړيکې يې ورسره ختمې کړې وې.

درې څلورو واړو ملکونو د قطر سره هر ډول ځمکنۍ، هوايي او سمندري اړيکې قطع کړي او خپل بندرونه او هوايي حدود يې د قطر د سمندري بېړو او الوتکو دپاره بند کړي دي.

د قطر حکومت د ترهګرو د ملاتړ تورونه رد کړي او دريځ يې خپل کړی چې څو پورې دغو ملکونو په قطر لګولي بندېزونه نه وي لرې کړي هغه خبرې به مذاکرات نه کوي.

سعودي عرب او اتحاديانو يې د قطر نه د هرجانې غوښتنه کړې او دا يې هم ویلي چې د دغو څلورو ملکونو وګړو ته تابعيت نه ورکوي، دغه رنګ دويې دا هم غوښتي چې دويې مطلوب کسان دې ورته ورکړي او قطر دې د ترهګرو مالي مرستې ودروي.

دغو ملکونو قطر ته د غوښتنو پوره کولو دپاره ۱۰ ورځې وخت ورکړی دی.

قطر تراوسه پورې دغو غوښتنو ته غبرګون نه دی ويلی خو د قطر خارجه وزير د الجزيزه بندولو ترڅنګ د ځينو نورو غوښتنو په اړوند په تېر وخت کې ويلي داسې غوښتنې به کله پوره نشي.

تېره ورځ د امريکې خارجه وزير رېکس ټېلرسن هم خبرداری ورکړی چې د قطر نه کېدونکې غوښتنې د عمل وړ پکار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG