لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاړه چنار چاودنو کې دمړو شمیره ۷۲ؤ ته لوړه شوې


طوري بازار کې هاغه مهال پرله پسې دوه بمي چاودنې شوې وې چې خلک داختر دپاره په سود سودا اخستو بوخت وؤ.
طوري بازار کې هاغه مهال پرله پسې دوه بمي چاودنې شوې وې چې خلک داختر دپاره په سود سودا اخستو بوخت وؤ.

دپاړه چنار په چاودنو کې ژوبل پینځه نور کسان هم مړه شوي چې دې سره په دغو چاودنو کې د وژل شوؤ شمیره ۷۲ؤ ته رسیدلې ده.

دسیمې خلکو په دریمه ورځ هم ددغو چاودنو په ضد خپل احتجاج ته دوام ورکړی اؤ وایي دوئ به تر هغې خپل احتجاج نه ختموي ترڅو چې دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه اؤ دکورنو چارو وزیر چوهدري نثار سیمې ته ورغلی نه وي اؤ دوئ سره یې خبرې نه وي کړي.

د کرمې ایجنسۍ سره تعلق لرونکی د مدني ټولنې فعال ښاغلي اشرف علي ویلي حکومت د قبائیلي سیمو خلکو ته دا تاثر ورکول غواړي چې هغوئ دپاکستان خلک نه بلکې یو بې څوکه مخلوق دی ځکه خو تر اوسه دپاړه چنار دخلکو حکومت پوښتنه ونه کړه.

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي علي وویل "زمونږ ټول خلک په ویر اخته دي، اختر یې راباندې ماتم کړو خو هیچا زمونږ په زخمونو پټۍ کینښوده"

هغه وویل د لندن په واپسۍ وزیراعظم نوازشریف نیغ دپنجاب بهاولپور ته ورتللی اؤ هلته د تیلو ټینکر د ټینکر پيښه کې د مړوشوو کسانو کورنو سره غمشریکي کولی شي خو د پاړه چنار پښتنو ته نه شي راتلی چې ددهشت ګردۍ ښکار دي.

په ۲۳م جون د افغانستان سره په پوله دپرتې قبائیلي سیمې کرم ایجنسۍ سرښار پاړه چنار په طوري بازار کې هاغه مهال پرله پسې دوه بمي چاودنې شوې وې چې خلک داختر دپاره په سود سودا اخستو بوخت وؤ.

په دغو چاودنو کې خواوشا ۴۱ کسان وژل شوي اؤ د ۱۰۰ؤ نه زیات ژوبل شوي وؤ.

خو ددوشنبې په ورځ چارواکو منلې چې د ژوبلو څخه پنیځه تنه نور هم مړه شوي.

ویل کیږي اوس هم په دغو چاودنو کې د ژوبل شوؤ ۱۰ؤ کسانو حالت مرګونی دی.

دغه چاودنو د سیمې د خلکو اختر په غم بدل کړی اؤ دپاړاچنار په سلګونو کورنۍ ددغه پیښې په ضد په احتجاج بوختي دي.

د اتوار په ورځ د پيښور کور کمانډر جنرال نزیر احممد بټ پاړا چنار ته ورغلی ؤ چې هلته ورته پوځي چارواکو د کرم ایجنسۍ د امنیت احوال تیر کړی ؤ.

خو سرچینې وایي چې د سیمې خلکو احتجاجي پرلتونه مات کړي اؤ غوښتنه کوي چې د پوځ سرلښکر اؤ دکورنیو چارو وزیر دې سیمې ته ورشي اؤ مخامخ دې ورسره خبرې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG