لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مري کې د لفټ ګوزارېدو پېښه کې لس تنه مړه شوي


 د امدادي ادارې ۱۱۲۲ د وياند ترمخه د ګرانو لارو له کبله د ژغورنې په عملياتو کې د مشکلاتو سره مخ دي.
 د امدادي ادارې ۱۱۲۲ د وياند ترمخه د ګرانو لارو له کبله د ژغورنې په عملياتو کې د مشکلاتو سره مخ دي.

د اسلام اباد سره نزدې د سېلګرې سيمې مري چهره پاني علاقې سره نزدې د ډولۍ لفټ لاندې ګوزارېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او دوه نور ژوبل شوي دي.

د مري مرستيال کمشنر عارف الله خان هم مطبوعاتو ته د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې د پېښې مړي روغتون ته وړل شوي. د نوموړي په وينا چې په ډولۍ لفټ کې ۱۲ کسان سواره وو.

ځايي چارواکو ويلي (ډولۍ لفټ) د بنواړيۍ او چهراپاني ترمنځ د خلکو وړو راوړو دپاره چلېدو او نن غرمه يې د اوسپنۍ رسۍ يا پړي شليدلي او لاندې ژورې کندې ته ګوزار شوی دی.

د چارواکو په وېنا پېښه کې سېلګري نه ځايي خلک مړه شوي دي.

مري او نورو يو شمېر سيمو کې خلکو په خپله د اوسپنې په پړو داسې لفټونه جوړ کړي د پُلونه په شان کاريږي، خلک يې د ژورو کندو او لرې لارو دپاره د سورلۍ په توګه کاروي.

د امدادي ادارې ۱۱۲۲ د وياند ترمخه د ګرانو لارو له کبله د ژغورنې په عملياتو کې د مشکلاتو سره مخ دي.

ځايي خلک وايي په دغه ډول لفټونو کې د حفاظت کوم انتظام نه وي خلکو په خپله جوړ کړي څه وخت هم د حادثې ښکار کېدی شي.

له دې وړاندې هم د دغه ډول لفټونو ګوزارېدو پېښې رامنځته شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG