لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو افغانستان ته د نورو ځواکونو په لېږلو موافقه کړې


د امريکا په مشرۍ اتحاد په جنورۍ ۲۰۱۴م کې جنګي ماموريتونه پای ته رسولي دي.
د امريکا په مشرۍ اتحاد په جنورۍ ۲۰۱۴م کې جنګي ماموريتونه پای ته رسولي دي.

نېټو د زیارت په ورځ موافقه کړې چې افغانستان ته د طالبانو سره په جګړه کې ښکېل ځواکونو د مرستې دپاره به نور عسکر وليږي.

د نېټو سيکرټري جنرال سټولټنبرګ په برسلز کې ويلي، " نن زه پخلی کولی شم چې مونږ به په افغانستان کې خپل حضور زیاتوؤ".

سټولټنبرګ د نېټو د دفاع وزيرانو د غونډې په سر کې ویلي، اتحادي چارواکو يې د افغانستان د مشن دپاره د " څو زرو نور عسکرو" خواست کړی دی.

د زیارت په ورځ زيات بحث افغانستان کې د موجودو ځواکونو په نيمګرتياؤ شوی دی.

د امریکا د دفاع وزير جېم مېټس د لوړ کچې غونډې په اخره کې خبرې کړي دي، هغه خبريالاتو ته ویلي، "مونږ اوس هم ځينې نيمګړتياوې لرو او ملکونه د هغې پله ګامونه اخلي".

د امریکې د ګډو ځواکونو د مشر جنرال جوزف ډنفورډ ترمخه د نېټو د تربيې او مشورو دپاره ۱۲۰۰ نورو عسکرو ته اړتيا لري، خو مېټس ويلي اتحاد د وړاندې نه اړتيا لرونکو ۷۰ فيصده ځواکونو لېږلو ته تيار دی.

مېټس او ډنفورډ به په راتلونکو ورځو کې د افغانستان دپاره نوې تګ لاره بشپړه کړي چې نور څومره امريکايي عسکر لېږلو ته اړتيا لري.

مېټس ویلي" دا پرېکړه به زمونږ صدر کوي او هغه به زه د اتحاديانو د دريځ څخه خبر کړم".

سټولټنبرګ ویلې نېټو غواړي د افغان خصوصي ځواکونو سره نزدې کار وکړي او د دغه هېواد هوايي ځواک او چارواکو تربيه يې پياوړي کړي.

هغه ويلي، " مونږ بايد په پام کې وساتو او ځان د افغان ځواکونو په مرسته او تربيه پوه کړو، او اوس چې مونږ څه کوو دا جنګي عمليات نه دي د افغانانو مرسته ده".

نېټو د صدر ټرمپ د انتظاميې پرېکړې ته په تمه ده چې څومره امريکايي سرتيري سېوا کوي، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نکولسن د ۳۰۰۰ نورو امریکايي سرتيرو غوښتنه کړې ده.

د نېټو اتحاد د شمېرې ترمخه دا وخت په افغانستان کې ۱۳۵۰۰ عسکر لري چې پکې نيم امريکايي دي، او دويې افغان پوځ او پوليس تربيه کوي او مشورې ورته ورکوي.

د امريکا په مشرۍ اتحاد په جنورۍ ۲۰۱۴م کې جنګي عمليات پای ته رسولي دي او د هغې وروستو طالبانو د ملک ډېره برخه په ولقه کې اخستي او حکومتي ځواکونو ته يې په غټه کچه مرګ ژوبلې اړولې دي.

سټولټنبرګ ویلي، نېټو بيرته جنګي عملياتو ته د راتلو پلان نه لري، د دې په ځای دويې د افغان ځواکونو پياوړي کول او د سياسي سولې بهير پله تلل غواړي.

هغه ويلي، " د نېټو د جنګي ماموريت ختمولو فېصله غلطه نه وه، ځکه چې د اوږدې مودي دپاره، دا ضروري ده چې ځايي ځواکونه د نېټو په ځای دا کار ترسره کړي" هغه ويلي،"دا چې طالبان فکر کوي دويې جګړه ګتلی شي، دويې به خبرې اترې ونه کړي".

مېټس ویلي نېټو له افغانستانه نشي لرې وتی، ځکه چې دا د تُندلارو دپاره خوندي ځای ګرځي او بريدونه پلان کولی شي، "مونږ د دغه ډول علاقو پرېښودو نتيجې ليدلي دی".

سټولټنبرګ ويلي د ۲۹هېوادونو نېټو اتحاد ۱۵ غړو د پوځيانو سېوا کولو ژمنه کړې، ولې د دفاع چارواکي يې د افغانستان د راتلونکې په اړه غلي وو.

په غونډه کې مېټس او د پوليش د دفاع وزير د عسکرو د ژمنې په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ويلی.

د ناروې د دفاع وزيرې آین ایرکسن وویل، "زه هيله کوم چې اتحاديان به د افغانستان سره خپله همکاري او ژمنې دوامداره وساتي، او زه دا هيله هم کوم چې د افغانستان په اړه به د امریکا نوې تګ لاره د جولائي پورې مخې ته رانشي ".

د افغانستان د ماموريت ترڅنګ د نېټو مشرانو د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د ائتلاف د رول په پراختيا هم خبرې کړي دي.

نېټو د زيارت په ورځ د نوؤ صلاحیتونو په اهدافو موافقه شوې چې اړينو سيمو ته نېغ په نېغه د دفاع هر اړخيزه مرستندويه او اړينه رسايي یقيني کړي.

د مئي په مياشت کې د امریکا سره ائتلاف په دې موافقه شوی چې ختيځ افغانستان کې به د داعش په ضد جګړه کې رسمي رول ولوبوي، سټولټنبرګ ويلي د امریکا په مشرۍ د اتحاد د تېرې مياشتې د پرېکړې په رڼا کې نېټو د څار دپاره د وړاندې نه الوتکې فعاله کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG